ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو د واليبال سيالۍ د خورشيد لوبډلې په ګټه پاى ته ورسيدې

author avatar
25 Dec 2011 - 15:32
author avatar
25 Dec 2011 - 15:32

د ميدان وردګو د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ٤ مه پژواک اژانس ته په راليږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سيالۍ د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) د (RAMP UP/E) په مالي ملاتړ د دې ولايت د اولمپيک امريت له خوا ترسره شوې.

د سرچينې په وينا، د واليبال دغه سيالۍ د ميدان وردګو د ١٢ بېلابېلو لوبډلو ترمنځ د ليندۍ مياشتې په ٢٣ مه  پيل شوې وې، چې نن يې پايلوبې ته د ميدان ښار د خورشيد او لمر لوبډلې وتلې وې او خورشيد لوبډلې د دغو سياليو لومړى مقام خپل کړ.

په خبرپاڼه کې د ميدان وردګو د والي محمد حليم فدايي له خولې راغلي، چې دا ډول لوبې ځوانان له ناوړه کارونو راګرځوي او پر سالمه بوختيا يې عادت کوي.

د هغه په خبره، ځوانان بايد د دولت وسلوالو مخالفينو ته د همدې لوبو له لارې د سولې پيغام ورسوي.

په خبرپاڼه کې زياته شوي، چې د ميدان وردګو د اولمپيک امر عين الله حقبين وويل، چې د رمپ اپ اي اداره په پام کې لري، چې په نږدې راتلونکي کې په دې ولايت کې د تکواندو، فوټبال او د کرکټ سيالۍ هم پيل کړي.

د سرچينې په وينا، د سياليو په پاى کې د امريکا د پرمختيايي ادارې له خوا برابرې شوې ډالۍ د ميدان وردګو والي او د ولايتي شورا رييس په لوبغاړو وويشلې.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.