ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نادعلي ولسوالۍ ډېرى سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې

د نادعلي ولسوالۍ ډېرى سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې

author avatar
26 Dec 2011 - 13:57
د نادعلي ولسوالۍ ډېرى سيمې د وسله والو له شتونه پاکې شوې
author avatar
26 Dec 2011 - 13:57

 لښکرګاه (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): د هلمند د نادعلي ولسوالۍ مسوولين وايي، چې د لس ورځنيو چاڼيزو عملياتو په ترڅ كې د دې ولسوالۍ شمالي سيمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د نادعلي امنيه قوماندان لومړي څارن عمرجان حقمل پرون په دې ولسوالۍ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو لسو ورځو كې يې د دې ولسوالۍ د سي و يک غربي، لوى مانده او لوچك په سيمو كې چاڼيز عمليات ترسره كړي دي.

د هغه په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان  او يو پوليس وژل شوي ا و د دواړو لورو يو شمېر کسان ټپي شوي هم دي.

نوموړى وايي، په يادو عملياتو كې يې ۴۲ كړۍ ماينونه، يو ميل پيكا، يو ميل كلاشينكوف، لسګونه د ماينونو فيوزونه او درې موټرسايكلونه هم ترلاسه كړي دي.

حقمل وويل، ځينې هغه لارې يې، چې د وسله والو له خوا په کې ماينونه ښخ شوي وو، هم پاکې کړې دي، خو په ځينو سيمو کې اوس هم ماينونه پاتې دي او دوى يې د را ايستلو لړۍ پيل کړې ده.

د نادعلي امنيه قوماندان زياتوي، چې د ملي پوليسو د پوستو تر څنګ  يې د لوى مانده په سيمه كې ۳۰  سيمه ييز  پوليس هم پر دندو ګومارلي دي.

نوموړي وويل، يادې سيمې له تېرو څلورو كلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو په ولكه كې وې، چې له امله يې خلكو په سختو حالاتو كې ژوند كاوه او د امنيت د نه شتون  ترڅنګ د ژوند له هر ډول اسانتياوو بې برخې وو.

د نادعلي امنيه قوماندان وايي، چې اوس په دغو چاڼ شوو سيمو كې يواځې په ځمکو کې کرل شوي کوکنار پاتې دي.

د هغه په وينا، کروندګرو له حکومت څخه غوښتي، چې د دوى دغه فصل دې له منځه نه وړي او اجازه دې ورکړي، چې خپل حاصل ترې ترلاسه کړي.

 

خو هغه وايي: ((دغه کار زموږ له صلاحيته پورته دى، موږ چا ته په دې برخه کې اجازه نه شو ورکولاى.))

د نادعلي ولسوال حبيب الله شمالاني هم پژواك اژانس ته وويل، چې دوى له خلكو سره غونډه  کړې او له هغوى څخه  يې غوښتنه کړې، چې له  پوليسو او امنيتي سرتېرو سره د دولت د مخالفينو په مخنيوي كې مرسته وكړي.

نوموړي زياته کړه، چې په نږدې څو ورځو كې به په دې سيمه كې د بيارغونې بېلابېلې پروژې پيل شي، چې په لومړي سر  كې به ښوونځي، روغتيايي مركزونه او  كرنيزې پروژې د خلكو خدمت ته چمتو شي.

ولسوال وايي، د سيمې هغه ځوانان، چې له مخالفينو سره ولاړ وو او اوس چې غواړي بېرته راشي، نو دوى ورته ډاډ ورکوي، چې څوک به ورسره هېڅ کار هم نه لري، خو په دغه شرط چې قومي مشران يې ضمانت وکړي.

د حاجي لعل محمد په نوم د لوى مانده سيمې يوه قومي مشر پژواک ته وويل، چې دوى د وسله والو طالبانو د فشار له امله پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي دي.

هغه زياته کړه: ((موږ پر دغه فصل زيات لګښت کړى او اوس يې دولت راته د اړولو ګواښ کړى، که فصل مو واړول شي، نو له سختو اقتصادي ستونزو سره به مخ شو.))

نوموړي د بيارغونې له پروژو مخکې د ټينګ امنيت غوښتنه وکړه؛ ځکه چې د ده په وينا، پخوا هم دلته کلينک او ښوونځي وو، خو طالبانو بند کړي وو.

د محمد عوض په نو يوه ١٣کلن ماشوم پژواک ته وويل، چې څه موده مخکې يې ښوونځى په بمونو الوځول شوى او دوى اوس له زده کړې بې برخې دي.

 

د يادونې ده، چې د نادعلي ولسوالۍ يوه له هغو سيمو ده، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې يې دامنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.