ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا د احصايې رياست ته نوې ودانۍ جوړه شوه

د پکتيا د احصايې رياست ته نوې ودانۍ جوړه شوه

author avatar
26 Dec 2011 - 15:41
د پکتيا د احصايې رياست ته نوې ودانۍ جوړه شوه
author avatar
26 Dec 2011 - 15:41

 ګردېز (پژواک ۵ مرغومی ۹۰): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د سوېل ختيځ زون د احصايې د دفتر د نوې ودانۍ پرانيسته وشوه.

دغه ودانۍ، چې پر نږدې نيم جريب ځمکه د څلورو مياشتو په موده کې د يوه افغاني ساختماني شرکت له لوري جوړه شوې، په اصلي او مجهزو وسايلو سمبال ده.

د پکتيا د احصايې رييس سراج الدين د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ودانۍ د مرکزي احصايي په مالي لګښت جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ده په خبره، چې پر دې ودانۍ باندې ټول لګښت پنځه ميليونه ١٦٠زره افغانۍ راغلی، چې د مرکزي احصايي له انکشافي بوديجې پرې لګول شوې دي.

د نوموړي په خبره، چې دغه ودانۍ په مجهزو او عصري وسايلو سمبال ده، دی وايي، چې په سوېل ختيځ زون کې د خپلو کارونو د لا سمبالښت په موخه غواړي دې ادارې ته لا پراختيا ورکړي.

سراج الدين زياته کړه: ((موږ مخکې له دې چې دا ودانۍ چمتو شي، له جاپان سفارت سره خبرې کړې چې زموږ دفتر له اوسني عصر سره برابر کړي او د انټرنېټ دستګاوې او نور لازم وسايل دلته نصب کړي.))

دی وايي، په سوېل ختيځ زون کې دا يوه مهمه ملي اداره ده، چې له دې مخکې يې خپلې چارې په کرايي کورونو کې ترسره کولې، خو سر له اوسه به يې په دې سره کارونه لا ګړندي او ښه شي.

د هغه په وينا، ټولې نړيوالې ادارې هم غواړي، چې په ولايتونو کې د احصايې دفترونه پياوړي شي، تر څو خپل کارونه په ښه ډول ترسره کړي.

د دې ادارې د رييس په وينا، چې اوس پوره امکانات لري او ښايي ډېر ژر په دغه ولايت کې د دوى اړوند ستونزو ته د هوارۍ لارې چارې برابرې کړي.

Visits: 17

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.