ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا او کونړ په زرګونو کورنيو د خوراکي توکو مرستې و وېشل شوې

د پکتيکا او کونړ په زرګونو کورنيو د خوراکي توکو مرستې و وېشل شوې

author avatar
26 Dec 2011 - 15:33
د پکتيکا او کونړ په زرګونو کورنيو د خوراکي توکو مرستې و وېشل شوې
author avatar
26 Dec 2011 - 15:33

ښرنه-اسعداباد (پژواک ٥ مرغومى ٩٠): په پکتيکا او کونړ ولايتونو کې له زرګونو بې وزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کونړ د سرې مياشتې رييس محمد نادر جبارخېل د مرغومي په ٥مه‌ د دغو مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا مرسته يې نن د يوې سروې له مخې پيل کړه.

هغه زياته کړه، چې پر هرې بې وزلې کورنۍ يې ٩٠ ګيلوګرامه خوراکي توکي و وېشل، چې په کې پنځه ويشت کيلوګرامه وريجې، پنځه کيلوګرامه غوړي، پنځه کيلوګرامه نخود، پنځه کيلوګرامه لوبيا، پنځه کيلوګرامه بوره او پنځوس کيلوګرامه اوړه شامل دي.

د ادم خان په نامه يوه بې وزله د سرې مياشتې د مرستو په ترلاسه کولو خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې دغه د دوى لپاره بسنه نه کوي او د نورو مرستو غوښتنه يې وکړه.

د يادولو ده، چې دغه خوراکي توکي د کونړ سرې مياشتې ته د (I.O.M) ادارې له خوا ورکړل شوي وو او په مرکز اسعداباد کې په ٢٠٠ کورنيو و وېشل شول.

د يوه بل خبر له مخې، د پکتيکا ولايت له ٦زره او ٤٧١ سېلاب ځپلو او بې ځايه شوو کورنيو سره د خوارکي توکو د مرستو د وېش لړۍ نن پيل شوه.

د دغه ولايت د والي وياند مخلص افغان پژواک اژانس ته وويل، چې دا مرستې به له پلان سره سم د دوولسو ولسواليو له سېلاب ځپلو او بې ځايه شوو کورنيو سره وشي.

د پکتيکا والي محب الله صميم د دغو مرستو د وېش د پيل پر مهال وويل، چې دا مرستې د خوړو د نړيوال سازمان (ډبليو. اف. پي) په مالي او د پکتيکا د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په تخنيکي مرسته وېشل کېږي.

هغه له نړيوال خوراکي پروګرام څخه په مننې سره د پکتيکا د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست هغه هڅې وستايلې، چې د يادو خوراکي توکو په ترلاسه کولو کې يې ترسره کړې دي.

صميم زياته کړه، دا چې پکتيکا يو پراخ سرحدي ولايت دی، تېرو وچکاليو يې اوسېدونکي سخت ځپلي او له مرکزي دولت څخه د لا زياتو مرستو غوښتنه کوي.

د پکتيکا د ولايتي شورا رييس عبدالمبين فقيرزاده د يادو مرستو په وېش خوښي څرګنده کړه او له سيمه ييزې ادارې يې وغوښتل، ترڅو د دغه ولايت له ولسونو سره د نورو مرستو په ترلاسه کولو کې خپلې هڅې روانې وساتي.

د دغه ولايت د بېړنيو پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالهادي هادي وايي، چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کيلوګرامه غنم، ۱۸ کيلو دال او ۱۱ کيلو غوړي ورکول کېږی.

د پکتيکا اوسېدونکي د يادو مرستو په ترلاسه کولو خوښي څرګندوي، خو ترڅنګ يې زياتوي، چې پکتيکاوال دا ډول نورو مرستو ته اړتيا لري.

يادې مرستې په داسې حال له سېلاب ځپلو او بې ځايه شوو کورنيو کېږي، چې په دغه ولايت کې د هرې ورځې په تېرېدو سره هوا سړيږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.