ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اصلاحي شورا: په هلمند کې ښوونيز بهير د له منځه تلو په حال کې دى

اصلاحي شورا: په هلمند کې ښوونيز بهير د له منځه تلو په حال کې دى

author avatar
27 Dec 2011 - 15:45
اصلاحي شورا: په هلمند کې ښوونيز بهير د له منځه تلو په حال کې دى
author avatar
27 Dec 2011 - 15:45

لښکرګاه (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د هلمند ولايت د اصلاحي شورا غړي وايي، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست كارونه او د زده کړو بهير له منځه تلو سره مخ دى.

په هلمند کې تېر کال د خلکو په غوښتنه دغه اصلاحي شورا جوړه شوه، چې د ولايتي ادارې له خوا ورته د پروژو او دولتي ادارو د څار صلاحيت ورکړل شوى دى.

د هلمند د اصلاحي شورا غړي وايي، چې د پوهنې رياست چارواكي تر اوسه په دې نه دي توانېدلي، چي زده كوونكو ته كتابونه، ښوونكي او د سرپناه امكانات برابر كړي.

د يادې شورا مشر عبدالاحد هلمندوال نن (د مرغومي ٦ مه) په يوه خبري غونډه کې وويل، چې اوسمهال په هلمندكې د امنيت ساحه ډېره پراخه شوې او ورسره په نورو برخو كې هم د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي، خو د ښوونې او روزنې په برخه كې اوس هم ډېرې ستونزې شته دي.

ده وويل: ((د اصلاحي شورا له دندو څخه يوه دا ده، چې له دولتي ادارو او بيارغونې له پروژو څخه څارنه وكړي، چې دغه كار دوى كړى او د مسولينو له خوا ورته مثبت ځواب ويل شوى دى، خو د پوهنې رياست د چارواكو د نه پاملرنې له امله د زده کړې بهير ورځ تر بلې په شا روان دى.))

هلمندوال زياته کړه، د دې ترڅنګ، چې زده كوونكو ته په ښوونځيو كې درسونه نشته، د زده كوونكو لپاره وركړل شوي مواد هم غلا كېږي او په بازار كي پلورل كېږي.

د اصلاحي شورا يو بل غړي او د ناوې ولسوالۍ اوسېدونكي حاجي غلام محمد وويل، چې دوى خپل اولادونو ته كتابونو او درسي توكي په بازار كي اخلي، خو بيا هم ښوونكي پر وخت ښوونځيو ته نه ځي او د زده كوونكو وخت بې ځايه تېرېږي.

ده وويل، چې تر دې مهاله په ځينو ولسواليو كې د ښوونځيو په ودانيو كې امنيتي پوستې دي، خو د پوهنې د رياست چارواكي يا بېخي پرې خبر نه دي او يا هم ځان نه خبروي.

نوموړي له پوهنې وزارت څخه غوښتنه وكړه، چې د دغه ولايت د پوهنې رياست لپاره دې مسلكي كسان پر دندو وګوماري او د روابطو له مخې دې كسان نه نيسي.

دغه راز د كجكي ولسوالۍ اوسېدونكى حاجي عبدالاحد معصومي وايي، چې د پوهنې بهير په هلمندكې له سقوط سره مخ دى او بايد مخنيوى يې وشي، كه نه هغه لاس ته راوړنې، چې په تېرو لسو كلونو كې ترلاسه شوې، بېرته به له منځه ولاړې شي.

ده وويل، چې د پوهنې د رياست چارواكي دا پلمه كوي، چې خلک له دوى سره د ښوونكو او په نورو برخو كې مرسته نه كوي، خو د ده په وينا، دوى په هره برخه كې مرستې ته چمتو دي.

خو د هلمند د پوهنې رييس محمد نسيم ساپى بيا وايي، چې دوى د ولايت د مقام په لارښوونه په ښوونځيو كي د څار لړۍ بنده كړې او څوك حق نه لري، چې پر خپل سر د دوى د زده كوونكو او ښوونكو څارنه وكړي.

د هغه په وينا، د كتابونو ستونزه د ټول هېواد په كچه ده او د ښوونكو تشكيل له وزارت څخه كم وركړل شوى دى، چې دوى له همدې امله د ملازمينو په بست كې ښوونكي پر دندو ګوماري، تر څو زده كوونكو ته درس وركړي.

ده وويل، چې د دوى د ښوونكو ستونزه ځكه زياته شوې؛ چې په تېر ښوونيز كال كې يې زيات زده كوونكې جلب كړي وو او له امله يې د ښوونكو له كموالي سره مخ شوي دي.

محمد نسيم ساپي زياته کړه: ((اوسمهال مو په بېلابېلو سيمو كې په شپږو ښوونځيو كې امنيتي پوستې شته، خو په دې اړه مو د ولايت له ادارې، امنيه قوماندانۍ او شوراګانو څخه مرسته غوښتې، خو چا راسره مرسته نه ده كړې.))

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال په هلمند کې له ۳۴۱ ښوونځيو څخه ۱۵۶ پرانيستي او ۱۸۵ يې بند دي، چي په فعالو ښوونځيو كې يې تر ۱۲۰زره هلکان او نجونې زده كوونكې پر زده کړو بوخت دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.