ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې وسله وال طالبان ووژل شول

درې وسله وال طالبان ووژل شول

author avatar
27 Dec 2011 - 12:44
درې وسله وال طالبان ووژل شول
author avatar
27 Dec 2011 - 12:44

پل علم (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): په لوګر ولايت کې په دوو عملياتو او نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره نيول شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني نن (د مرغومي ٦مه) پژواک خبري اژنس ته وويل، چې نښته تېره شپه د بره کي برک ولسوالۍ د ابراهيم خېلو په سيمه کې رامنځته شوه.

د هغه په وينا، دا نښته هغه مهال رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستې بريد وکړ او پوليسو په مقاومت لاس پورې کړ.

روغ لېوني زياته کړه، چې په دې نښته کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين پژواک ته وويل، چې دې نښتې نيم ساعت دوام کړى او مخالفينو خپل مړي له ځان سره وړي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې دوى په بره کي برک ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې د لاسي بمونو بريد کړى دى.

د هغه په وينا، په دغه بريد کې دوه پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

همدارنګه، د لوګر امنيه قوماندان زياته کړه، چې د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سيمه کې د پوليسو د يو لړ نورو عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره ونيول شول.

روغ لېوني زياته کړه، چې دغه عمليات پر يوه کور ترسره شوي او په ترڅ کې يې دوه کړۍ ماينونه، د راکټ، پيکا او هاوان مرمۍ او يو کلاشينکوف هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د يوه بل خبر له مخې، د لوګر ولايت پوليسو له بره کي برک ولسوالۍ څخه د وسايطو او پرسونل ضد پنځه کړۍ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش پژواک ته وويل، چې دغه ماينونه د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان سيمه کې تر يوه پولګوټې لاندې موندل شوي دي.

د هغه په وينا، تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د لوګر پوليسو د بره کي برک ولسوالۍ په بره کي راجان سيمه کې د پرسونل ضد پنځه او اته د وسايطو ضد ماينونه او يوه بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.