ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ کډوالو د ژمنيو مرستو غوښتنه وکړه

د بلخ کډوالو د ژمنيو مرستو غوښتنه وکړه

author avatar
27 Dec 2011 - 16:59
د بلخ کډوالو د ژمنيو مرستو غوښتنه وکړه
author avatar
27 Dec 2011 - 16:59

مزار شريف (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): په بلخ کې يو شمېر کډوال وايي چې تراوسه ورسره د چا له خوا ژمنۍ مرستې نه دي شوې؛ خو د بلخ د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست چارواکي وايي، چې له ټولو کډوالو سره ژمنۍ مرستې شوې دي.

 په بلخ کې د کډوالو رياست مشر عبدالصبور قادري نن (د مرغومي ۶مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، سره له دې چې امکانات نه لري، خو بيا يې هم د ځينو بهرنيو موسسو په مرسته د دغه ولايت شاوخوا دوه زرو بې ځايه شويو کورنيو سره ژمنۍ مرستې کړې دي.

 نوموړي زياته کړه، چې دغه مرستې يې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ادارې (UNCHR)، نړيوال خوراکي پروګرام (WFP)، پاملرنې او يو شمېر نورو موسسو له خوا په څو پړاوونو کې راکډه شويو او بې ځايه شويو کورنيو ته ورکړې دي. 

 د هغه په وينا، په څو پړاوونو کې يې پر کډوالو کمپلې، خوراکي توکي، پلاستيک شيتونه او د پخلنځي سېټونه وېشلي دي.

 د کډوالو رييس وويل، چې کډوالو ته يې درمل هم ورکړي او روغتيايي ډلې يې هم ورته ګومارلې دي.

 خو د بلخ ولايت کډوال بيا وايي، چې مرستې نه دي شوي او که يو څه شوي هم دي، ډېرې لږې دي.

 د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د راستنو شويو کډوالو مشر بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې له دوی سره مرستې نه دي شوي.

 نوموړي زياته کړه: ((موږ د البرز له غرونو څخه د وچکالۍ له لاسه راوکوچېدلو او په دهدادي ولسوالۍ کې مو واړول؛ خو حکومت راته ډېر پام نه کوي.))

 د هغه په وينا، په ياده شوې سيمه کې ۴۸۰ بې ځايه شوې کورنۍ ژوند کوي، چې ۱۶۳ کورنيو ته يې ژمنۍ مرستې رسېدلې دي.

 بازمحمد وويل: ((هوا سړه ده، ماشومان مو ناروغېږي او بله غټه ستونزه د خوړو نه شتون دی.))

 نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال په ياده شوې سيمه کې ټولې کورنۍ د خوراکي توکو له نه شتون سره مخ دي.

 د دهدادۍ ولسوالۍ بل کډوال ۲۹ کلن اغا محمد پژواک اژانس ته وويل، چې ۴ مياشتې وړاندې د کډوالو رياست له خوا ورسره مرسته شوې دي.

 نوموړي زياته کړه: ((په هغه مرسته څه کېږي، په کور کې مې ۱۲ تنه اوسېږي، يوه بوجۍ اوړه به ورته څه شي؟))

 د هغه په وينا، د ژمي سړه هوا او د خوراکي توکو نه شتون له ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی.

 اغا محمد له حکومت څخه وغوښتل، چې له دوی سره دې ژمنۍ مرستې وکړي.

 د بلخ د کډوالو چارو رييس عبدالصبور قادري وويل، چې په بلخ کې له تېرو څو کلونو راهيسې شاوخوا پنځه سوه کورنۍ بې ځايه شوې او يا راستنې شوې دي، چې يو شمېر يې بېرته عادي ژوند ته ګرځېدلې دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.