ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا ډېرى خلک د مرستو غوښتونکي دي

د پکتيکا ډېرى خلک د مرستو غوښتونکي دي

author avatar
27 Dec 2011 - 15:09
د پکتيکا ډېرى خلک د مرستو غوښتونکي دي
author avatar
27 Dec 2011 - 15:09

ښرنه (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د پکتيکا د لرې پرتو سيمو اوسېدونکي وايي، چې د وارو له ورېدو مخکې بايد ورسره اړينې مرستې وشي؛ ځکه چې بيا له مرکز سره د دوى د سيمو لارې تړل کېږي.

د پکتيکا د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې پخوا هم د واور له اورېدو وروسته لارې تړل کېدې او خلک د روغتيايي او خوراکي توکو ته د نه لاسرسي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د پکتيکا په لرې پرتو ولسواليو کې د وازې خوا‫، ووړممۍ، تروې، خوشامند، ګومل، اومنه، برمل،ګيان اوزېړوک شاملې دي.

د پکتيکا يوه قومي مشر قابل صديقي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه ټولې ولسوالۍ له مرکز ښرنې څخه شاوخوا تر ١٠٠ کيلومترو پورې لرې پرتې دي او ورغځېدلې لارې يې هم خرابې دي، چې په ژمي کې د واورو د ورېدو له امله بنديږي.

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو کلونو کې هم د يادو ولسواليو خلک، چې زياتره يې بېوزله دي، د لارو د بندېدو او د سخت ژمي له امله له ډېرو ستونزو سره مخ شوي او يو شمېر سپين ږيرو او ماشومانو خپل ژوندونه هم له لاسه ورکړي دي.

د وازې خوا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي زمرک کټوازي پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى د ولسوالۍ خلک له واورې ورېدو سره له ګڼو ستونز مخ کېږي او اوس بايد بېړنۍ مرستې ورسره وشي.

د ده په وينا، کله چې واورې وشي د دوى د ولسوالۍ ټولې لارې بنديږي او خلک بيا مرکز ښرنې ته تګ راتګ نه شي کولاى.

نوموړي زياته کړه: ((دولت او نړيوالو ځواکونو زموږ په ولسوالۍ کې داسې د بيارغونې کارونه نه دي کړي، چې زموږ ستونزې ورسره هوارې شي.))

د زمرک په خبره، که ځينې کارونه شوي هم دي، خو هغو ته بيا وسله وال طالبان خلک نه پرېږدي، چې ګټه ترې واخلي.

 

د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکى او قومي مشر صوفي شريف وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په ژمي کې د زېړوک ټولې لارې د واور له امله بنديږي.

د هغه په وينا، په دغو دوو کلونو کې دولت د دغو لارو د پاکولو قرارداد هم له شرکتونو سره کړى و، خو بيا هم لارې په بشپړ ډول تړلې وې.

نوموړي زياته کړه، چې زېړوک ولسوالۍ کلينيک او روغتون نه لري او له همدې امله، چې لارې بندې وې، درېيو مېرمنو او دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغه وويل، چې که دغه ځل هم ورسره د درملو او خوراکي توکو مرسته ونه شي، کېدای شي بيا هم يو شمېر خلک د سختو سړو او د خوراکي توکو د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړي.

د نکې ولسوالۍ اوسېدونکى خيرګل ځدراڼ وايي، چې نکه له تېرو دوو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه او د هر ډول مرستو او بيارغونې کارونو لړۍ هلته په ټپه ولاړه وه.

د نوموړي په خبره، چې د دې ولسوالۍ خلک ورځ تر بلې له ډول ډول ستونزو او بېوزلۍ سره مخ کېږي.

خيرګل د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې اوس د دوى په ولسوالۍ کې دولت حاکم دى، خو د حاکميت ساحه يې ډېره لږه او وسله وال طالبان هم د پخوا په څېر برلاسي نه دي.

ده وويل: ((د سيمې خلک حيران پاتې دي، چې څه وکړي، له سيمې کډه شي او که دولت به ورسره سږ کال يو څه مرسته وکړي.))

د پکتيکا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولي ګل پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو سيمو خلکو ستونزې يو څه پر ځاى دي، خو د عامې روغتيا رياست د دغو ټولو سيمو لپاره بشپړ روغتيايي پلان لري او مرستې به هم پر وخت ورته ورسوي.

د هغه په وينا، يو شمېر سيمو ته يې درمل او د اړتيا وړ ټول روغتيايي توکي رسولي او يو شمېر پاتي نورو ته به يې هم د واورې له ورېدو مخکې ورسوي.

د عامې روغتيا رييس زياته کړه، چې دوی د خپلو روغتيايي کارکوونکو ترڅنګ د دغه ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې يو شمېر نور رضا کاره کسان هم روزلي، چې خلکو ته په ژمي کې له سړو څخه د ځان ساتلو او د ناورينونو پر مهال له يو بل سره د مرستې لارښوونې وکړي.

د پکتيکا د فوايدعامې رييس رشيد سليمانخېل بيا وايي، چې دوی تېر کال هم د پکتيکا د ولسواليو ټولې لارې له واورو د پاکولو په موخه په قرارداد ورکړې وې.

خو هغه په دې اړه څه ونه ويل، چې لارې پاکې ساتل شوې وې، که بندې وې.

ده زياته کړه، چې په روان کال کې به هم په نږدې څو ورځو کې د لارو د پاکولو قرارداد له شرکتونو سره وکړي.

په پکتيکا کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس عبدالهادي هادي پژواک اژانس ته وويل، چې دوی سر له اوسه د مرکز په ګډون د ۱۷ ولسواليو لپاره، چې پخوا يې سروې شوې وه، د۶۴۷۱ کورنيو لپاره خوراکي مرستې مرکز ښرنې ته ور رسولې دي.

د هغه په وينا، په دغو مرستو کې غنم، غوړي، دال او يو شمېر نور خوراکي توکي شامل دي، چې ډېر ژر به يې په ټولو اړو کورنيو ووېشي.

خو هادي زياته کړه، چې پکتيکا يو پراخ ولايت دی، ډېری خلک يې بېوزله دي او دغه مرستې ورته بسنه نه کوي.

نوموړي له نورو مرستندويه ادارو هم د دغه ولايت د خلکو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د پکتيکا ولايت هم د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې په پراخو دښتو سربېره لوړې، ژورې او غرونه هم لري او په ژمي کې ډېره واوره او ساړه په کې وي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.