کلات (پژواک ٦ مرغومى ٩٠): د زابل ولايت چارواکي وايي، چې د ملي امنيت ځواکونو د ډاياګ پروګرام ته لسګونه ميله وسلې وسپارلې.
د زابل والي اشرف ناصري نن (د مرغومي ٦ مه) د وسلو د سپارلو پر مهال پژواک اژانس ته و ويل، چې دغه وسلې د روان لمريز کال له پيله راهيسې د دغه ولايت د ملي امنيت د ځواکونو له خوا ترلاسه شوې دي.
ده و ويل، چې په دغو وسلو کې٥ د بي ام يو دستګاوې، ٢٨ ميله کلاشينکوفونه، ٣ ميله راکټونه، ٨ ميله پيکا، ٧ تومانچې او ٦ ميله نوره ډول ډول سپکې وسلې په کې شاملې دي.
نوموړی وايي، چې دا وسلې د ملي امنيت د کسانو په عملياتو کې ترلاسه او ورسره يو شمېر کسان هم نيول شوي، خو ده د نيول شويو په اړه نور معلومات ور نه کړل.
اشرف ناصري زياته کړه، چې ملي امنيت د وسلو تر څنګ په زياته اندازه چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.
د ده په وينا، ملي امنيت يو اندازه نورې وسلې هم نيولې، چې له نا مسوولو کسانو څخه يې ترلاسه کړې او د مراحلو له بشپړېدو وروسته به يې د ډاياګ پروګرام ته وسپاري.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم ۵۶ ميله وسلې، چې د امنيتې قوماندانۍ د پوليسو له لوري نيول شوې وې، د ډاياګ پروګرام ته وسپارل شوې.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن