سرپل(پژواک٩مرغومى٩٠): د سرپل په صياد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو يوه چورلکه د تخنيکي ستونزو له امله راغورځېدلې ده.
د سرپل د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال جهانګيرخان پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ديوې بجې په شاوخوا کې د صياد ولسوالۍ په پشت باغ کلي کې د ايساف ځواکونو يوه چورلکه د تخنيکي ستونزوله امله غورځېدلې ده .
دده په وينا، د يادې چورلکې د غورځېدو له امله يواځې پيلوټ ټپي شوى دى .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياده سيمه کې د امريکايي ځواکونوپوځي مرکز دى ، چې خپلو ځواکونو ته پکې روزنه ورکوي .
د سرپل د صياد ولسوال اميرحسين هم ياده پيښه تاييدوي او وايي ، چې ددغې چورلکې د غورځېدو له امله ځايي خلکوته ځاني او مالي زيان نه دى اوښتى .
دى وايي ، چې چورلکه له پورته کېدو سره سم بېرته رالوېدلې ده .
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر هم د هيواد په شمال کې د خپلې يوې څرخې الوتکى بيړنۍ ناسته تاييد کړيده .
ايساف ديادې شوى الوتکې بيړنۍ ناسته تخنيکي ستونزى په ګوته کړيدي .
د يادى شوى خبرپاڼې له مخې د الوتکى د ناستې پرمهال په الوتکه کې ناستو کسانو ته مرګ ژوبله نده اوښتې او الوتکه د کومې ستونزې پرته عملياتي مرکز ته انتقال شويده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن