ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ځانمرګي له يوه موټربم سره ونيول شول

دوه ځانمرګي له يوه موټربم سره ونيول شول

author avatar
2 Jan 2012 - 14:14
دوه ځانمرګي له يوه موټربم سره ونيول شول
author avatar
2 Jan 2012 - 14:14

کندهار (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو سرتېرو له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر او دوه ځانمرګي بريد کوونکي ونيول.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول زلمي ايوبي پژواک خبري اژانس ته  و ويل، چې د ملي اردو سرتېرو تېره ورځ ماسپښين د ميوند ولسوالۍ په ښامير کلا سيمه کې عمليات کړي، چې پر مهال يې له چاودېدونکو توکو ډک کرولا موټر او دوه ځانمرګي ونيول.

هغه زياته کړه، نيول شوي موټربم ته په سيمه کې د ملي اردو د انجنيرۍ ټيم له خوا چاودنه ورکړل شوې او ځانمرګي د ملي اردو قرارګاه ته بيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، نيول شوو ځانمرګو بريد کوونکو د لومړيو پوښتنو پر مهال ويلي، چې غوښتل يې له موټر بم سره يوځاى د کندهار ښار ته ځان ورسوي او پر يوې مهمې دولتي ادارې بريدونه ترسره کړي.

ايوبي وايي، چې له نيول شوو کسانو څخه نورې پوښتنې هم روانې دي، تر څو وکولاى شيو د هغوى نور ملګري هم ومومي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ميوند ولسوالۍ د کندهار ښار لوېديځ ته په شپېته کيلومترۍ کې د کندهار-هرات پر لويه لاره پرته ده، پنځه مياشتې مخکې هم په کې يو لړ عمليات ترسره شول، چې پر مهال يې د وسله والو طالبانو او د نشه يي توکو د قاچاقچيانو لسګونه مرکزونه له منځه يوړل شول.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.