جلال اباد (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د ملي اردو ځواکونه وايي، چې د کابل-جلال اباد پر لويه لاره يې د عملياتو پر مهال اوه وسله وال مخالفين وژلي دي.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې ځواکونو يې تېره ورځ هغه مهال پر وسله والو مخالفينو بريد وکړ، چې هغوى د کابل-جلال اباد پر لويه لار پر روانو موټرو ډزې کولې.
د هغه په وينا، مخالفينو دغه بريد د کابل-جلال اباد پر لويه لاره د سروبي ولسوالۍ د ورېښمين تنګي په ساحه کې کړى و.
نوموړي زياته کړه، چې د سېلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا ځواکونو په متقابل بريد کې د مخالفينو اوه تنه وژلي او دوه ټپيان کړي دي.
هاتفي و ويل: ((موږ د پلټنې په دوه ساعته عملياتو کې د هغوى يو مړى ترلاسه کړى او زموږ دوه سرتېري هم ټپيان شوي دي.))
د سروبي ولسوال حضرت محمد حقبين پژواک اژانس ته و ويل، چې وسله والو مخالفينو د ملي اردو پر هغو ګرځنده ځواکونو بريد کړى و، چې د لويې لارې ساتنه کوي.
ولسوال و ويل، چې مخالفينو خپل مړي له ځان سره وړي، خو يو مړى يې امنيتي ځواکونو ته په لاس ورغلى او زياتوي، چې دوه مخالفين او د هغو دوه موټرسايکلونه هم د دوى ځواکونو نيولي دي.
حضرت محمد حقبين وايي، دغه مخالفينو دغه مړى يې د درګو سيمې د عبدالرحيمزيو قوم او نيول شوي دوه تنه يې د ملي امنيت ادارې ته سپارلي دي.
خو تر اوسه په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې يوه اونۍ وړاندې د کابل-جلال اباد د لويې لارې په ياده سيمه کې وسله والو د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن