ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: طالبان ځکه له امريکا سره پر خبرو غبرګون نه ښيي، چې پرې باوري نه دي

شنونکي: طالبان ځکه له امريکا سره پر خبرو غبرګون نه ښيي، چې پرې باوري نه دي

author avatar
2 Jan 2012 - 14:42
شنونکي: طالبان ځکه له امريکا سره پر خبرو غبرګون نه ښيي، چې پرې باوري نه دي
author avatar
2 Jan 2012 - 14:42

کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): د سياسي چارو يو شمېر کارپوهان  وايي، چې وسله وال طالبان په قطر کې د دفتر په پرانيستو خوښ دي، خو دا چې له امريکا سره د خبرو اترو پر پروسې ډاډه نه دي، نو له دې امله نه شي کولاى خپل رسمي غبرګون څرګند کړي.

په دې وروستيو کې د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د پټو خبرو اترو او يوې نتيجې ته د رسېدو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو ويل کېږي، چې امريکا د دغو خبرو اترو د پرمختګ په موخه د ځينو مهمو طالب بنديانو د خوشي کولو لپاره هم چمتو شوې ده.

بلخوا داسې راپورونه هم شته، چې د همدغو پټو خبرو اترو په پايله کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستلو هوکړه هم شوې ده، که څه هم د افغانستان حکومت د دغه دفتر له پرانيستلو سره مخالفت نه دى ښودلى، خو د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي پرون په يوې خبري غونډه کې و ويل، چې تر اوسه لا دفتر نه دى پرانيستل شوى.

هغه زياته کړې وه: ((د افغانستان حکومت د يو اصل په توګه په يو اسلامی هېواد کی د قطر په شمول د طالبانو لپاره د يوه ادرس د جوړولوملاتړ کوي.))

دا چې وسله وال طالبان ولې له امريکا سره د خبرو اترو او د قطر د دفتر په اړه رسمي غبرګون نه ښيي، نه يې ردوي او نه يې تاييدوي؟ په دې اړه د سياسي چارو پوهان په دې اند دي، چې دا خبرې حقيقت لري، خو د طالبان د غبرګون نه ښودلو په اړه بېلابېل نظرونه لري.

د سياسي کارپوه محمدحسن حقيار پژواک اژانس ته و ويل، چې د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ اختلاف ډېر ژور دى او تر څو چې د دواړو خواوو تر منځ د باور فضا رامنځته کېږي، وخت ته اړتيا شته.

د هغه په وينا، وسله وال طالبان ځکه تر اوسه غبرګون نه ښيي؛ چې که د خبرو اترو پروسه له ناکامۍ سره مخ شي، دوى به خپل ملاتړي له ځان څخه ناراضه کړي.

نوموړي و ويل، تر هغه چې د سولې خبرې اترې يو حتمي پړاو ته نه وې رسېدلې، وسله وال طالبان رسمي غبرګون نه شي څرګندولاى.

دغه راز د سياسي چارو شنونکى فضل الرحمن اوريا هم وايي، تر څو چې د سولې پروسه يوه باوري پړاو ته نه وي رسېدلې، وسله وال به په دې اړه هېڅ غبرګون ونه ښيي.

د ده په خبره، که وسله وال طالبان سر له اوسه په دې اړه د رضايت دريځ څرګند کړي، د دوى پر جګړه ييزو فعاليتونو به ډېر ژور اغېز وکړي او سنګرونه به يې کمزوري شي.

اوريا زياته کړه: ((طالبان غواړي، چې پر يو وخت جګړه او ډيپلوماسي دواړه پر مخ بوځي، دغه مهال طالبان له امريکا سره پر خبرو رضا دي، خو د دې خبرو پايلې به ډېر وخت ونيسي.))

د نوموړي په باور، وسله وال طالبان دغه مهال له خپل قوت سره يوځاى خبرې کوي او که د باور فضا رامنځته شوه، نو يو لنډمهاله اوربند به هم اعلان شي.

خو شنونکى وحيد مژده بيا وايي، چې وسله وال طالبان د پاکستان له وېرې نه غواړي، خپل غبرګون وښيي.

د هغه په وينا، د وسله والو طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ په دې وروستيو کې ډېر ژور اختلاف رامنځته شوى او طالبان هڅه کوي، چې ډېر ژر له امريکا سره يوې موافقې ته ورسېږي.

نوموړي زياته کړه: ((په دې نږدې وختونو کې د پاکستان استخباراتو غوښتل، چې د طالبانو په منځ کې کودتا رامنځته کړي او ملا محمدعمر له صحنې وباسي، خو له ناکامۍ سره مخ شول.))

مژده وايي، چې ډېر لوى بدلون به په دې نږدې وختونو کې رامنځته شي او وسله وال طالبان به ډېر ژر له امريکا سره يوې مثبتې پايلې ته ورسېږي.

د وسله والو طالبانو له مطبوعاتي دفتر او وياندويانو سره په دې اړه څو څو ځلې اړيکه نيول شوې او نظر يې غوښتل شوى، خو په اړه يې ښکاره رسمي غبرګون نه دى ښودلى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه پژواک ته د يوه ايمېل په ځواب کې ليکلي وو: ((له مسوولينو سره مې اړيکه نيولې، خو تر اوسه ما ته په دې اړه هېڅ معلومات هم نه دي را رسېدلي، که معلومات راته ورسېدل حتماً به يې له تاسو سره شريک کړم.))

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.