ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې سږکال ١٣ ښوونځي تړلي وو

په غزني کې سږکال ١٣ ښوونځي تړلي وو

author avatar
2 Jan 2012 - 16:46
په غزني کې سږکال ١٣ ښوونځي تړلي وو
author avatar
2 Jan 2012 - 16:46

غزني ښار (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): په روان ښوونيز کال کې د امنيتي او ټولنيزو ستونزو له امله په غزني ولايت کې ١٣ ښوونځي تړلي وو.

 د غزني د پوهنې رييس حسني مبارک عزيزي نن (د مرغومي ١٢مه) په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په روان ١٣٩٠ ښوونيز کال کې نهه ښوونځي په ناوې او څلور په زنخان ولسوالۍ کې تړلي وو.

 د هغه په وينا، په زنخان ولسوالۍ کې ټولنيزې او تخنيکي ستونزې د دې لامل شوې، چې له اووه ښوونځيو څخه يې څلور تړلي پاتې شي.

 نوموړي وويل، چې د زنخان په ځينو ښوونځيو کې داسې ټولګي وو، چې د زده کوونکو د شمېر د کمښت له امله ورته نصاب نه پوره کېده او په ځينو کې د ښوونځي لرېوالى د دې لامل شو، چې زده کوونکي نه ورته راتلل.

 دغه راز حسني مبارک وويل، د ناوې په ولسوالۍ کې، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د حکومت د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده، د ناامنۍ له امله نهه ښوونځي تړلي پاتې شول.

 د ده په وينا، په تېرو دوو کلونو کې د غزني په ټولو ولسواليو کې د پوهنې د دفاع شوراګانې فعالې شوي، چې په مرسته يې د زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه يو څه هوار شوي دي.

 عزيزي زياته کړه، چې درې کاله مخکې د ناامنۍ له امله په ١٤ ناارامو ولسواليو کې ٧١ ښوونځي تړلي وو، چې اوس ټول بېرته پرانېستل شوي دي.

 نوموړى زياتوي، چې په نوي لمريز کال کې به د دفاع د شوراګانو په مرسته ټول ښوونځي پرانېزي.

ده وويل: ((په غزني کې پوهنه د ودې په حال کې ده، د ډېرو ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي او ښوونکي يې هم مسلکي شوي دي.))

 غزني، اوسمهال ټول ٦٢٩ ښوونځي لري، چې ٣٥٠زره زده کوونکي په کې په زدکړو بوخت دي.

 د غزني د ولايتي شورا غړى او د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکى جمعه خان تره کى بيا وايي، چې د دوى په ولسوالۍ کې ناامني يواځينۍ ستونزه نه ده، بلکې د چارواکو نه پاملرنه هم لامل شوې، چې ټول ښوونځي تړلي پاتې شوي او په ناوه کې زده کړه په ټپه ولاړه ده.

 نوموړى زياتوي، چې د ناوې ولسوالۍ خلکو په شخصي توګه ډېره هڅه کړې، چې اولادونه يې زدکړه وکړي؛ خو له يوې خوا د حکومت پاملرنه نه شته او بل پلو وسله وال مخالفين د عصري زده کړو پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.

 دا په داسې حال کې ده، چې د غزني والي څو ورځې مخکې د ناوې ولسوالۍ د بېرته فعالېدو خبر  ورکړى و.

 ناوه د غزني سوېل ته په١٣٠ کيلومترۍ کې او زنخان له مرکز سره تړلې ختيځ ته په ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ناارامه سيمه ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.