ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نوي زېږديز کال لومړى بهرنى سرتېرى و وژل شو

author avatar
3 Jan 2012 - 10:33
author avatar
3 Jan 2012 - 10:33

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠):  د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) د افغانستان په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.

دغه خبر په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

خو د ايساف خبرپاڼې د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ‌ډاګه کړى.

بايد و ويل شي، چې په سوېل کې ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

په نوي ٢٠١٢ زېږديز کال کې د ناټو دغه لومړنى سرتېرى و، چې وژل کېږي، تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.