ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول

author avatar
3 Jan 2012 - 12:17
سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي ونيول شول
author avatar
3 Jan 2012 - 12:17

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): افغان او نړيوالو ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو د نيولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد توکي تېره ورځ په بېلابېلو عملياتو کې ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ګډو ځواکونو تېره ورځ د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې زر کيلوګرامه چرس او ٥٠ کيلو ګرامه د چرسو تخم ترلاسه کړي دي.

دغه راز سرچينې زياته کړه، چې ترلاسه کړي نشه يي توکي په سيمه کې له منځه وړل شوي دي.

بلخوا د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلي، چې د ملي اردو او ناټو ځواکونو په ګډه د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې پنځه بورۍ د چرسو تخم ترلاسه کړى دى.

د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ګډو ځواکونو له خوا د نشه يي توکو د ترلاسه کولو پېښې زياتې شوې دي.

پرون په کابل کې د ناټو ځواکونو وياند بريد جنرال کريسټين وويل، چې نشه يي توکي د وسله والو مخالفينو مهمې مالي سرچينې دي او ګډ ځواکونه په دې توانېدلي، چې دا سرچينه وچه کړي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.