ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبان: په قطر کې د دفتر پرانېستلو له پاره مو له نړيوالو سره تفاهم کړى

طالبان: په قطر کې د دفتر پرانېستلو له پاره مو له نړيوالو سره تفاهم کړى

author avatar
3 Jan 2012 - 16:01
طالبان: په قطر کې د دفتر پرانېستلو له پاره مو له نړيوالو سره تفاهم کړى
author avatar
3 Jan 2012 - 16:01

کابل (١٣ مرغومى ٩٠): وسله والو طالبانو دا ومنله چې په قطر کې يې د خپل دفتر د پرانېستلو له پاره د ياد شوي هېواد په ګډون له يو شمېر نړيوالو لورو سره تفاهم کړى دى.

په هغې خبرپاڼه کې چې نن (د مرغومي ١٣مه) د وسله والو طالبانو له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، د دغه مطلب په څرګندولو سره ويل شوي چې دوى چمتو دي، ترڅو له هېواده بهر هم دفتر ولري او له نړيوالو سره يوه تفاهم ته ورسېږي.

خبرپاڼه وړاندې زياتوي: ((موږ همدا اوس اماده يو چې په داخل کې د خپل قوي موجوديت سره په څنګ کې له نړيوالو سره د افهام او تفهيم لپاره په بهر کې سياسي دفتر ولرو او په دې سلسله کې مو د قطر هېواد په شمول له اړونده لوريو سره ابتدايې تفاهم هم کړی دی.))

دغه راز د وسله والو طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په ګوانتانامو کې د افغان زندانيانو په اړه ويل شوي، چې د همدې تفاهم په لړ کې يې د تبادلې په صورت کې د ګوانتانامو له زندان څخه د خپلو بنديانو د خلاصون غوښتنه هم کړې ده.

له څو مياشتو راهيسې د وسله والو طالبانو او د امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د سولې د خبرو په اړه راپورونه خپرېږي؛ خو له شاوخوا دوه مياشتو راهيسې دغه خبرې تودې شوې او دا لومړى ځل دى، چې وسله وال طالبان دا مني، چې د امريکا له متحده ايالتونو او د هغوى له متحدينو سره يې د سولې د خبرو له پاره ((افهام او تفهيم)) کړى دى.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.