کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠): په کابل کې ١٨٩٠٠ اړو کورنيو ته د اړينو توکو د ترلاسه کولو په موخه د شپږو مياشتو لپاره، هره مياشت د ٢٥ ډالرو په ارزښت کوپونونه ورکول کېږي.
د دې مرستې تړون نن د افغانستان دکار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې امنې افضلي او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړيوال سازمان (W.F.P) د سرپرست براډلي ګورنټ تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
افضلي وويل، چې د دې مرستې درې ميليونه امريکايي ډالره ټوليز لګښت د خوړو نړيوال سازمان ورکوي.
د دې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې، چې دغه اړې کورنۍ به د خوړو د نړيوال سازمان له خوا د يوې سروې له لارې وپېژندل شي.
هغې زياته کړه، چې دغو کورنيو ته به کوپونونه د ياد سازمان له خوا د کار او ټولنيزو چارو وزارت په همکارۍ ورکړل شي.
افضلي وايي: ((دغه کوپونونه عمدتاً بېوزله مېرمنو او يا هغو کورنيو ته ورکول کېږي، چې د کورنۍ مشران يې معيوب دي.))
د هغې په وينا، يادې کورنۍ بيا کولاى شي، چې د دغه کوپون له لارې په ټاکل شوو هټيو کې هره مياشت د ٢٥ ډالرو په ارزښت اړين توکي ترلاسه کړي.
د افضلي د څرګندونو له مخې، دغه پروژه به شپږ مياشتې دوام وکړي او د کوپون د وېش لړۍ به د ٢٠١٢ زېږديږ کال د جنورۍ مياشتې له نيمايي څخه پيل شي.
په افغانستان کې د خوړو د نړيوال سازمان سرپرست براډلي ګورنټ و ويل، چې د دغه سازمان په مرسته دغه ډول پروژې په بلخ، هرات او ننګرهار ولايتونو کې همدا اوس دوام لري.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن