ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ګرځېدلو توکو ستونزه لا پر ځاى پاتې ده

په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ګرځېدلو توکو ستونزه لا پر ځاى پاتې ده

author avatar
3 Jan 2012 - 14:25
په پاکستان کې د افغان سوداګرو د ګرځېدلو توکو ستونزه لا پر ځاى پاتې ده
author avatar
3 Jan 2012 - 14:25

کابل (پژواک١٣مرغومى٩٠): د افغان چارواکو له هڅو سره، سره لا هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو د درول شوو توکو ستونزه نه ده هواره شوې.

د پاکستان حکومت ٧٠٠ هغه يخچالي موټر، چې د افغان سوداګرو خوراکي توکي په کې بار دي، له شاوخوا شلو ورځو راهيسې د دغه هېواد په بېلابېلو سيمو کې درولي دي.

د پاکستان پوځي چارواکي وايي، دغه موټر يې ځکه درولي، چې ګواکې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته اکمالات کوي، خو افغان چارواکي او سوداګر دغه ادعا بې ځايه بولي.

د پاکستان حکومت شاوخوا پنځه اونۍ مخکې وروسته له هغه د دغه هېواد له لارې د ناټو پر اکمالاتو بنديز لګولى، چې د ناټو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي نن په يوه ټيلېفوني مرکه کې پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې د افغان سوداګرو د درول شويو توکو د ستونزې د حل په موخه يې تېره ورځ د پاکستان د کورنيو چارو له وزير رحمان ملک سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

د سرچينې په وينا، رحمان ملک ويلي، چې د دې ستونزې د حل لپاره به هڅه وکړي.

د احدي په وينا، د پاکستان د کورنيو چارو د وزير همکارۍ مخکې هم، دې ته ورته د رامنځته شوو ستونزو په حل کې اغېزمنې وې.

هغه په دې اړه، چې د افغان سوداګرو ياده ستونزه به کله حل شي؟ و ويل: ((لږ مشکله ده، څه نه شم ويلى، زموږ هڅې روانې دي، وګورو چې څه کېږي.))

د ده په وينا، په پاکستان کې د افغان سوداګرو له توکو بار درول شوي موټر د (جرمن لوژستيک) په نوم د هغې پاکستانۍ کمپنۍ دي، چې ناټو ته هم اکمالات کوي.

د هغه د څرګندونو له مخې، د پاکستان پوځي چارواکي فکر کوي، چې په يادو ٧٠٠ درول شويو موټرو کې بار شوي توکي به هم د ناټو اړوند وي.

احدي وايي، چې د دې ستونزې د حل لپاره د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم هم لوى درستيز ته ويلي، چې په دې اړه د پاکستان له پوځي چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دويم مرستيال خان جان الکوزى په پاکستان کې د افغان سوداګرو ياده ستونزه جدي بولي او له افغان حکومت څخه يې د حل په موخه د بېړني اقدام غوښتنه کوي.

هغه و ويل، له دې امله چې په دغو توکو کې د افغان سوداګرو ډېره پانګه بنده ده، د ورځې په تېرېدو سره سوداګرو ته د زيان کچه ډېرېږي.

په يادو موټرو کې د افغان سوداګرو د چرګانو غوښې او هګۍ بار دي.

د چرګانو د غوښې او هګيو واردوونکو افغان سوداګرو د ټولنې مرستيال حاجي احمدشاه د مرغومي په لسمه پژواک ته ويلي و، چې په درول شوو موټرو کې د شاوخوا ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت توکي بار دي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، پر دغو توکو هره ورځ په پاکستان کې تر ٢٥٠زره امريکايي ډالرو جريمه او نور لګښتونه راځي.

د يادونې وړ ده، چې دوه ورځې مخکې يو شمېر افغان سوداګرو ګواښ وکړ، چې که چېرې دې ستونزې ته د حل لار ونه موندل شي، دوى به په افغانستان کې د پاکستاني سوداګرو د موټرو مخه ونيسي.

تېر کال هم په پاکستان کې د افغان سوداګرو په زرګونو کانټينره توکي د ډېر وخت لپاره په کراچۍ بندر کې تم شوي وو، خو بيا د افغان حکومت د هڅو په پايله کې پرېښودل شول.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.