ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
3 Jan 2012 - 14:13
څلور ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
3 Jan 2012 - 14:13

نيلي (پژواک ١٣ مرغومى ٩٠):  ناپېژانده وسله والو د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې دوه ملکي وګړي وژلي او دوه نور يې ټپي کړل.

د خدير ولسوال عبدالقادر حيدري نن پژواک اژانس ته و ويل، چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ د شکردرې په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، وسله والو پر څلورو ملکي وګړو، چې خپل کور ته په پر لاره وو، بريد کړى، دوه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

حيدري زياته کړه، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

د خدير ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر ظاهر انصاري پژواک ته و ويل، چې تر اوسه د بريد کوونکو هويت نه دى په ډاګه شوى.

هغه و ويل، چې د امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت د رياست له لوري يو پلاوى ولسوالۍ ته راغلى او په دې اړه يې خپلې څېړنې پيل کړې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي حسن پژواک ته و ويل: ((دا کسان ټول ملکي وګړي وو، يو تن يې چې وژل شوى دى، مستري و.))

د هغه په وينا، دغو کسانو له چا سره شخصي دښمني نه درلوده او د وژنې علت يې هم ه دى معلوم شوى.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي، چې د روانې اونۍ په لومړيو کې د دايکنډي ولايت امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شو.

څلور مياشتې وړاندې هم د دايکنډي ولايت په خدير ولسوالۍ کې د پوليسو او غير قانوني وسله والو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي و.

 

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.