ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خيبر او کورمه کې ١٨ تنه ووژل شول

په خيبر او کورمه کې ١٨ تنه ووژل شول

author avatar
4 Jan 2012 - 11:41
په خيبر او کورمه کې ١٨ تنه ووژل شول
author avatar
4 Jan 2012 - 11:41

اسلام اباد (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د پاکستان په قبايلي سيمې کورمه ايجنسۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي، بلخوا په خيبر ايجنسۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په خيبر ايجنسۍ کې د محمد نبي په نوم يوه دولتي چارواکي د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته په تيرا کې د زخه خېلو قوم د امن لښکر د توحيد الاسلام او د مذهبي ډلو لښکر اسلام د وسله والو تر منځ نښته رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې له دواړو لوريو اته تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي او نښته اوس هم روانه ده.

د فاروق افريدي په نوم يوه سيمه ييز خبريال پژواک اژانس ته و ويل، چې د دې نښتې له امله لسګونه کورنۍ له سيمې کډې کولو ته اړې شوې دي.

د نوموړي په وينا، دواړه لوري پر يوه بل د درنو او سپکو وسلو ډزې کوي او کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم ډېره شي.

بلخوا په کورمه ايجنسۍ کې د دولتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې لس وسله وال طالبان وژل شوي دي.

يوې امنيتي سرچينې پژواک ته و ويل، دا نښته وروسته له هغه رامنځته شوه، چې وسله والو طالبانو په سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ.

سرچينه زياتوي، چې د دولتي ځواکونو په ځوابي بريد کې د مخالفينو درې مورچې هم له منځه وړل شوې دي.

دغه راز د کورمې ايجنسۍ په مرکز سده بازار کې ديوه سيمه ييز قومي مشر حاجي سليم دکور مخې ته د چاودنې له امله اته ماشومان ټپيان شوي دي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.