ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ لويه لار وتړل شوه

د سالنګ لويه لار وتړل شوه

پلخمري (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): د سالنګ لويه لاره، چې شمالي ولايتونه له کابل سره نښلوي، د واورې او توپان له امله په بشپړه توګه تړل شوې او دواړو لورو ته يې موټر بند پاتې دي.

ياده لاره د سالنګ له تونل څخه، چې ٢٦٧٦ متره اوږدوالى لري، تېرېږي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال رجب نن (د مرغومي ١٥مه) پژواک ته و ويل، چې په سوېلي او شمالي سالنګ کې له تېرې شپې راهيسې سخته واوره او توپان پيل شوى، څو برفکوچونه هم راغلي او له امله د سالنګ لاره له دواړو لورو تړل شوې ده.

د هغه په وينا، چې په سوېلي سالنګ کې تېره شپه شاوخوا ٧٠سانتي متره واوره اورېدلې او په شمالي سالنګ کې تر ٥٠سانتي متره پورې رسېږي او سخت توپان هم ورسره مل دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د مسافرو موټر يې د هغوى د ژغورنې په موخه د شمالي سالنګ د خنجانو په سيمه او د سوېلې سالنګ په جبل السراج کې درولي دي.

هغه زياته کړه، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې موظفينو دمګړۍ د واورې پاکول پيل کړي او د بشپړ ډاډ په صورت کې به موټرونو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي.

د بغلان د ترافيکو مدير سيد محبوب الله سادات پژواک ته و ويل: ((د سالنګونو د ساتنې او څارنې د امريت د پلان له مخې ياده لويه لاره د شپې له ١٢بجو څخه د ټولو ترافيکو پر مخ تړل شوې او نن هم موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ده ورکړل شوې.))

د هغه په وينا، دمګړۍ څه باندې ١٠٠ باروړونکي او مسافروړونکي موټر د تاجيکان، خنجان او جبل السراج په ولسوالۍ کې ودرول شوي او له بشپړ اطمينان وروسته به ورته د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

په ژمي کې تل په سالنګونو کې سخته واوره اوري، چې ځيني وختونه د مرګ ژوبلې لامل هم ګرځي، د ١٣٨٩کال د سلواغې د مياشتې په ١٩مه نېټه په سوېلي سالنګ کې د برفکوچونو او سختو طوفانونو له امله شاوخوا ١٧٠تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.