ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هوا پېژندنې ادارې  په راتلونکي کال کې د وچکالۍ ستونزې د کمېدو خبر ورکړ

د هوا پېژندنې ادارې په راتلونکي کال کې د وچکالۍ ستونزې د کمېدو خبر ورکړ

author avatar
5 Jan 2012 - 13:33
د هوا پېژندنې ادارې  په راتلونکي کال کې د وچکالۍ ستونزې د کمېدو خبر ورکړ
author avatar
5 Jan 2012 - 13:33

کابل ( پژواک ١٥مرغومى ٩٠ ) : د افغانستان د هوا پېژندنې اداره وايي، چې په روان ژمي کې به په هېواد کې په طبيعي ډول اورښتونه وشي او په راتلونکي کال کې به د وچکالۍ ستونزه کمه کړي.

د هواپېژندنې د ادارې مشر محمداسحاق نوري د ليندۍ په ١٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، کېداى شي ، چې سږکال د هېواد په ځينو شمالي ولايتونو کې د اورښت کچه له عادي درجې لوړه شي او  په ټوليز ډول  په هېواد کې د اورښت منځنۍ کچه تر ٢٤٠ ملي مترو ته ورسيږي.

هغه په افغانستان کې د اورښت کلنۍ  طبيعي کچه ٢٣٠ ملي متره وښوده او زياته يې کړه ، چې تېر کال په هېواد کې د اورښت کچه له طبيعې درجې له ١٥ تر ٢٠ سلنې ټيټه وه .

 په روان کال کې د افغانستان په ۱۴ شمالي، شمال ختيځو اوشمال لوېديځو يو شمېر ولايتونو کې د وچکالۍ له امله د  بزګرانو ډير کښتونه له منځه ولاړل.

خو له يادو ولايتونو څخه په اتو کې يې د واورې له موسم څخه نږدې يوه مياشت مخکې واوره وشوه ، چې له امله يې مالدارانو له دې امله ډير زيانونه واوښتل، چې د واورې اورېدو ته يې تيارى نه درلود، خو کروندګر بيا دغه اورښت ته خوشحاله و.

  له دې امله چې له يادو ولايتونو پرته په نورو ولايتونو کې د مرغومي نږدې تر نيمايي اورښتونه نه و، ځينې خلک اندېښمن وو ، چې راتلونکى کال به د روان کال په پرتله ډېر وچ وي .

خو له تېرې ورځې راهيسې په کابل او ځينو ولايتونو کې اورښتونه پيل شوي او د هوا پېژندنې د ادارې مشر وايي، کېداى شي چې دغه اورښتونه په ځينو ولايتونو کې درې ورځې نور هم دوام ولري.

د سرچينې د څرګندونو له مخې ، له دوو ورځو راهېسې د کابل ، هرات ، فارياب ، غور،  باميانو ، ميدان وردګو ، سرپل ، جوزجان ، بلخ ، بدخشان ، تخار ، نورستان، پنجشېر او پروان په  ولايتونو کې واوره ، خو په ځينو ولايتونو کې بارانونه پيل شوي دي  .

پژواک خبري اژانس ته د رارسېدلو راپورونو له مخې، په باميانو کې تر ٤٠ سانتي متره ، په پنجشېر او سالنګونو کې تر ٨٠ سانتي متره ، د بدخشان په ځينو ولسواليو کې تر دوه متره، په ميدان وردګو کې تر ٥٠ سانتي متره ، په جوزجان کې شاوخوا لس سانتي متره او  په کابل کې شاوخوا ١٥ سانتي متره واوره اورېدلې ده .

محمد اسحاق نوري وايي : (( په دې موسم کې د واورې اورېدل د راتلونکي کال لپاره د اوبو يوه ښه زيرمه وي ، ځکه چې واورې په غرونو کې ذخيره کيږي.))

هغه  وايي، دغه واورې په  هغو سېمو کې اورېدلي دي ، چې سږکال د وچکالۍ او د اورښت د کموالي له امله زيانمنې شوې دي.

ځينې خلک هم ددې اورښتونو له امله خوښ دي .

د ميدان وردګو ولايت د مرکز اړوند د فاروق خېلو د کلي  اوسېدونکى خان محمد رشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې سيمه کې په تېرو دوو ورځو کې شاوخوا ٥٠  سانتي متره خو په غرونو کې تر دې ډېره واوره اورېدلې ، خو اوس اسمان شين دى.

هغه زياته کړه : (( خلک ددې واورې په اورېدو ډېر خوشحاله دي او بزګران يې ډېر هيله من کړي دي ، انشاالله چې راتلونکى کال به  وچکالي کمه وي. )) 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.