ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د واورې اورښت د ننګرهار د دوو ولسواليو لارې بندې کړې

د واورې اورښت د ننګرهار د دوو ولسواليو لارې بندې کړې

author avatar
7 Jan 2012 - 13:23
د واورې اورښت د ننګرهار د دوو ولسواليو لارې بندې کړې
author avatar
7 Jan 2012 - 13:23

جلال اباد (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د واورو اورېدو له امله له تېرې ورځې راهيسې د دوو ولسواليو لارې له مرکز جلال اباد او د کليو تر منځ تړل شوې دي.

د ننګرهار د حصارک او شېرزادو ولسواليو ولسوالان وايي، چې په دواړو ولسواليو کې له تېرې ورځې راهيسې پرله پسې سختې واورې شوي، چې له امله يې لارې بندې دي او خلک يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف نن (د مرغومي ١٧مه) پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د اب زنګياني، منصور چينه، جوکان، غوږيزې، تومني او مڼې په کليو کې له ٧٠ څخه تر ١٠٠ سانتي متره پورې واوره اورېدلې ده.

د هغه په وينا، يادې ولسوالۍ ته موټر تګ راتګ نه شي کولاى او د خلکو د ژوند چارې يې له ستونزو سره مخ کړې دي.

ولسوال وويل، چې د تېرې ورځې د سهار له ٩ بجو څخه د نن سهار تر ٩ بجو پورې په حصارک ولسوالۍ کې واوره اورېدلې، خو اوس ( ١١:٠٠ بجې ) اسمان شين دى.

د نوموړي په وينا، دغو  اورښتونو د سر زيان نه درلود، خو  د کوچيانو يو شمېر څاروي يې له منځه وړي دي.

د شېرزادو ولسوال ميرزا محمد نصرت پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ په ګڼو سيمو کې نيم متر واوره اورېدلې، خو په وينا يې دغه کچه په توتو، خاني او سرو کلي کې له يو متر څخه هم پورته شوې ده.

د ده په خبره، له جلال اباد ښار څخه د ولسوالۍ تر مرکز پورې بار وړونکي موټر ځي، خو د سپرليو موټر نه شي کولاى، چې خلک نور ولسواليو او کليو ته ولېږدوي.

د حصارک د پرمختيايي شورا مشر ډاکتر محمد نعيم ولاړ له دولت او مرستندويه ټولنو څخه وغوښتل، چې له خلکو سره مرسته وکړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د دواړو ولسواليو خلک مرستو ته اړتيا لري او نه شي کولاى خوراکي توکي او درمل پر وخت د لارو د بندېدو له امله ترلاسه کړي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې والي ګل اغا شېرزي د سرې مياشتې په ګډون اړوند رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې دواړو ولسواليو ته دې د اړتيا وړ توکي ورسوي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به اړمنو خلکو ته د اړتيا وړ توکي ور ورسول شي.

د يادونې ده، چې وړم کال په حصارک او شېرزادو ولسواليو کې د ډېرې واورې د اورېدو له امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه هم اوښتي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.