چاريکار (پژواک ١٧ مرغومى ٩٠): د سالنګ لويه لاره، چې دوه شپې وړاندې په شمالي او سوېلي سالنګ کې د سختې واورې او طوفان له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه، تېره شپه بېرته پرانيستل شوه.
دغه مطلب د سالنګونو د ساتنې او څارنې امر جنرال رجب د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته بيان کړ.
رجب زياته کړه، چې په سالنګونو کې واوره او توپان درېدلى او دغه لاره د ساتنې او څارنې د کارکوونکو د هڅو په ترڅ کې پاکه شوې دي.
دا لويه لاره، چې مرکز له نهو شمالي او شمال ختيځو ولايتونو سره نښلوي، د جمعې د شپې ١٠بجې په شمالي او سوېلي سالنګونو کې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې وه، خو تېره شپه شاوخواه ١بجه د مسافر وړونکو موټرو پر مخ په بشپړه توګه خلاصه شوه.
رجب د يادې لارې له ټولو چلوونکو وغوښتل، چې د تګ راتګ په وخت کې ترافيکي قوانين مراعت کړي او موټر يې بايد چينونه او نور ژمني وسايل ولري.
د نوموړي په وينا، د سالنګونو د ساتنې او څارنې موظفينو د سالنګ په دواړو لورو کې ٢٢برفکوچونه له سړک څخه پاک کړي دي.
د جبل السراج ولسوالۍ د ترافيکو مدير نعيم الله پژواک ته و ويل، چې دوى تېره شپه يواځې مسافر وړونکو موټرو ته د تګ اجازه ورکړې ده.
د هغه په وينا، دمګړۍ د جبل السراج په ولسوالۍ کې څه باندې سل باروړونکي موټر ولاړ دي، چې د لارې له بشپړې پاکولو وروسته به ورته د تګ اجازه ورکړل شي.
ژمى تل په سالنګونو کې د واورې او توپانونو له امله ستونزې وي او ځيني وختونه خو د مرګ ژوبلې لامل هم کېږي.
د ١٣٨٩کال د سلواغې د مياشتې په ١٩مه نېټه په سوېلي سالنګ کې د برفکوچونو او سختو توپانونو له امله شاوخوا ١٧٠تنه مړه او ١٢٥ نور ټپيان شوي وو.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن