ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دکونړ پر سيند ٣٣٠ متره اوږد پول جوړ شو

دکونړ پر سيند ٣٣٠ متره اوږد پول جوړ شو

author avatar
8 Jan 2012 - 15:40
دکونړ پر سيند ٣٣٠ متره اوږد پول جوړ شو
author avatar
8 Jan 2012 - 15:40

اسعد اباد، لښکرګاه ( پژواک ١٨ مرغومى ) : دکونړ پر سيند په څوکۍ ولسوالى کې درې سوه ديرش متره اوږد پول جوړ اوګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

ددغې پله د پرانېستې پرمهال دکونړ والي سيدفضل الله وحيدي وويل چې دغه پول درې سوه ديرش متره اوږدولى او لس متره پلنوالى لري .

هغه زياته کړه چې دا پول دامريکامتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې ( يو اېس اى ايي ډي ) په څلوراعشاريه پنځه ميليونه امريکايي ډالرو لګښت د درېيو کلونو په موده کې جوړ اوګټې اخيستنې وسپارل شو.

نوموړى وايي چې ددې درېيو کلونو په موده کې په ياد پله کې درې سوه اوپنځوس تنو ته دکار کولو زمينه برابره شوې وه .

وحيدي وويل چې په راتلونکي کې به له ګاونډي هېواد پاکستان سره د ټرانيزيټي مالونو د لېږد رالېږد په برخه کې له دې پله  څخه کار واخيستل شي .

د کونړ والي زياتوي چې داپه ختيځ کې ترټولو ستر پول دى، چې د جوړېدو چارې يې سرته ورسېدې ، چې ديارلس پايې لري او څلورسوه ټنه وزن پرې  لېږ دېداى شي .

د څوکۍ ولسوالى يوتن اوسېدونکي مولوي شاه جهان ددې پله په جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل ، د پله له جوړېدو مخکې  د سيمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو .

هغه پژواک ته وويل چې دولس کاله مخکې په همدې سيمه کې د جالې داوښتو له امله  څلور مېرمنې سيند ته لوېدلې وې، چې اوس به ددې پله په جوړېدو سره به د خلکو پرمخ پرتې ستونزې هوارې شي .

په ولسي جرګه کې دکونړ دخلکو استازي مولوي شهزاده شاهد وويل، دغه پول ، چې د څوکۍ ولسوالى دقاضي بانډې او د خاص کونړ ولسوالۍ د حکيم اباد په سيمه کې جوړ شو، زرګونه کورنۍ به ترې ګټه واخلي .

ده له خلکو غوښتنه وکړه ، چې دپله په ساتنه کې مرسته وکړي ، ترڅو ورانکاري ورته زيان ونه رسوي .

ديادونې ده، دکونړ لوى سيند چې دکونړ په خاوره کې دوه سوه شل کيلومتره بهيږي دا اووم پوخ پول دى، چې دامريکاد متحده ايالاتو د پي ارټي ډلې او يوسايډي ادارو په مالي مرسته جوړيږي .

ديو بل خبر له مخې، د هلمند په ګرشك ولسوالۍ كې هم يو پول جوړاو ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هلمند د والي وياند داوود احمدي پژواک ته وويل ، دغه پول چې د نوموړې ولسوالۍ لوېديځ لور ته د بايزوګڼ مېشته كلى دګرشك ولسوالۍ له بازارسره نښلوي.

د هغه په وينا، دا په سيمه كې د ايساف د ځانګړو ځواكونو له خوا د تېرو شپږو مياشتو په اوږدوكې، چې ۵۰ متره اوږدوالى او اوه متره برلري، جوړشوى دى.

نوموړى وايي چې تر دې مخکې د بايزو دكلي اوسېدونكو شاوخوا ۵كيلومتره په پښومزل كاوه اود ګرشك ښارته به رسېدل ، چې اوس مهال دغه لاره په كم وخت كې وهي او د ګرشك ښارته رسېږي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.