جلال اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٠): د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولين وايي، د ملي لوبډلې پياوړى لوبغاړى حميد حسن، چې پرون د انګليستان له ملي لوبډلې سره د سيالۍ پر مهال ژوبل شوى و، په دوو اونيو کې به بېرته د لوبې جوګه شي.
د کرکټ د نړيوالې شورا (اى. سي. سي) د دويمې درجې هېوادونو له پياوړو لوبغاړو څخه يوه ګډه لوبډله جوړه کړې، چې د انګليستان له ملي لوبډلې سره د تمريناتو لپاره درې ورځنۍ ټسټ لوبه ترسره کوي.
په دې ګډه لوبډله کې د افغانستان درې ملي لوبغاړي حميد حسن، محمدنبي او محمد شهزاد محمدي د ايرلينډ څلور، د سکاټلينډ درې، د نميبيا دوه او د متحده عربي اماراتو يو لوبغاړى شامل دى.
دغه لوبه دوه ورځې مخکې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې پيل شوې او ټاکل شوې، چې نن پاى ته ورسېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو د څانګې يوه غړي نصرت الله وفا د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې په دويمه ورځ افغان تېز توپ اچوونکى پياوړى لوبغاړى حميد حسن هغه مهال پر ځمکه ولوېد او ځان يې ژوبل کړ، چې د ميدان په وروستۍ برخه (باونډرۍ) کې يې د يوه توپ د راګرځولو هڅه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د دوبۍ د لوبغالي مسوولينو حميد حسن له ميدان څخه په تذکره کې روغتون ته يووړ او لوبه يې پرېښوده.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس نسم الله دانش، چې تېره شپه يې له حميد حسن سره ټېلېفوني خبرې کړې، پژواک اژانس ته وويل، چې د هغه روغتيايي حالت اوس ښه دى.
دانش وايي، چې حميد حسن د لاس او د پښې د زنګانه په برخه کې ټپي شوى او د ډاکترانو تر کلکې څارنې لاندې دى.
د نوموړي په وينا، ډاکترانو حميد حسن ته د دوو اونيو درملنې او ارام مشوره ورکړې او دوه اونۍ وروسته به حميد حسن بېرته د لوبې جوګه شي.
دانش زياته کړه: ((زه ټولو هېواوالو او د کرکټ مينه والو ته ډاډ ورکوم، چې حميد حسن به د راتلونکې مياشتې تر لسمې نېټې مخکې، چې د پاکستان له ملي لوبډلې سره افغانستان لوبه لري، بشپړ روغ شي او د پاکستان پر وړاندې به ولوبېږي.))
د يادې لوبې پچه د انګلستتان لوبډله ګټلې وه او لومړۍ يې ګډې لوبډلې ته د توپ وهلو بلنه ورکړه، ګډه لوبډله په ٨٤ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ٢٨١ منډې جوړې کړې، د دوى له لوري د نميبيا لوبغاړي وېلجوين ٩٨ او افغان لوبغاړي شهزاد محمدي ٥١ منډې جوړې کړې.
د انګلستان لوبډله په ٥٥ اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٨ منډې جوړې کړې، افغان لوبغاړو حميد حسن او محمد نبي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول او شهزاد څلور کېچونه واخيستل.
د اى. سي. سي ګډه لوبډله په خپل دويم وار کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٦٤ منډې جوړې کړې او د لومړي وار له اضافي منډو سره يې انګليستان ته د ٢٦٢ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبغاړي شهزاد محمدي يو ځل بيا ښه لوبه وکړه او ٧٤ منډې يې جوړې کړې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن