جلال اباد (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو رياست په مرسته د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې له ٤٠٠ بېوزلو کورنيو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.
د ننګرهار د کډوالو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې دغه مرستې يې د بهسودو ولسوالۍ په مقر او خالص فاميليو کې له هغو کورنيو سره ترسره کړې، چې په وينا يې د ده د ادارې او د کډوالو کمېشنرۍ له لوري سروې شوې وې.
هغه زياته کړه، چې له هرې کورنۍ سره يوه بورۍ غنم، ٥ تختې کمبلې، دوه ګاز ډبې، ٥ پټو ګان، دوه ترپالونه او ٦ جوړې ژمنۍ جامې مرسته شوې ده.
فقيرزي و ويل، چې د مرستو دغه لړۍ به نورو ولسواليو ته هم وغځوي.
د بهسودو ولسوال نعمت الله نورزي پژواک اژانس ته و ويل، چې ترسره شوې مرستې له هغو کورنيو سره شوې، چې روان کال له کډوالۍ راستنې شوې وې.
ولسوال زياته کړه، په ولسوالۍ کې يې زرګونه داسې کورنۍ شته، چې تېر کال سختو سېلابونو ځپلې او يا يې هم د استوګني کورونه د کابل او کونړ سيندونو زيانمن کړي دي.
نوموړي له دولت او د کډوالو له عالي کمېشنرۍ د لا زياتو مرستو غوښتنه وکړه.
د بهسودو د بهراباد د کلي يوه اوسېدونکي عبدالمتين پژواک ته و ويل، سره له دې، چې له ترسره شوو مرستو خوښ دى، خو دغه مرستې ورته هېڅ بسنه نه کوي.
د يادونې ده، چې د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د کډوالو چارو رياست او ودان افغانستان موسسو له لوري په دې وروستيو کې د ننګرهار په جګړه ځپلو او بې وزله کورنيو د مرستو د وېشنې لړۍ پيل شوې ده.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن