ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه افغان سرتېري د ايساف سرتېري له وژلو وروسته ځان هم وواژه

يوه افغان سرتېري د ايساف سرتېري له وژلو وروسته ځان هم وواژه

author avatar
9 Jan 2012 - 09:07
يوه افغان سرتېري د ايساف سرتېري له وژلو وروسته ځان هم وواژه
author avatar
9 Jan 2012 - 09:07

کلات (پژواک ١٩ مرغومى ٩٠): په زابل ولايت کې د ملي اردو يوه سرتېري پر بهرنيو پوځيانو ډزې کړي، چې له امله يې د ايساف يو سرتېرى و وژل شو او يو شمېر نور ټپي شوي دي.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې پرون د افغانستان په سوېل کې د ملي اردو يوه سرتېري د دوى يو عسکر وژلى دى.

خو ايساف د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى.

د ايساف د دغه سرتېري له وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د وژل شوو سرتېرو شمېر ١١ تنو ته ورسېد، تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ سرتېري وژل شوي وو.

بلخوا په زابل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د دوهمې پلې لوا وياند پاميري پژواک خبري اژانس ته و ويل، چې دغه پېښه پرون (د مرغومي ١٨مه) مازديګر ناوخته رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، د ملي اردو يوه سرتېري د دوهمې لوا له ګارنيزيون سره د لوبو په لوبغالي کې پر بهرنيو سرتېرو ډزې وکړې، چې له امله يې دوه سرتېري ټپيان کړل.

نوموړي زياته کړه، چې د ايساف ځواکونو په ځوابي ډزو کې بريد کوونکی وژل شوى دى.

پاميري وايي، چې ممکن بريد کوونکي له وسله والو مخالفينو سره اړيکې درلودې؛ خو د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

خو يوې بلې امنيتي سرچينې ويلي، چې په ګارنيزيون کې د ايساف د شپږو او د ملي اردو د درېيو سرتېرو تر منځ شخړه رامنځته شوې وه.

سرچينې زياته کړه، چې د ملي اردو يوه سرتېري پر ايساف سرتېرو ډزې کړي، يو يې وژلى او څو تنه يې ټپي کړي او بيا يې خپل ځان هم وژلى دى.

دې ته ورته پېښې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې رامنځته شوې وې، خو په زابل کې دغه لومړی ځل دی، چې يو افغان سرتېری پر بهرنيو سرتېرو ډزې کوي.

يوولس ورځې مخکې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو يوه سرتېري د ايساف دوه فرانسوي سرتېري وژلي وو.

دغه راز تېره مياشت په فراه ولايت کې هم د ورته نښتې له امله امريکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.