مزار شريف (پژواک ٢٠ مرغومى ٩٠): د ملي اردو د ځواکونو تر قوماندې لاندې د ايساف په همکارۍ په ترسره شويو عملياتو کې لس وسلوال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور ژوندي نيول شوي دي.
دغه عمليات تېره ورځ د بلخ په چهارکند ولسوالۍ کې پيل او نن سهار وختي پاى ته ورسېدل.
په شمال کې د ملي اردو د ځانګړو کوماندو ځواکونو وياند احمد جاوېد سليم د مرغومي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات د دوى د ځانګړو کوماندو ځواکونو په رهبرۍ کې ترسره شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې ورسره د ايساف ځواکونو همکاري لرله، چې په پايله کې يې لس وسلوال مخالفين وژل شوي او ٣٠ نور ژوندي نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې د مخالفينو د وسلو او مهماتو يوه زېرمه له منځه وړل شوې او لسګونه ميله نورې وسلې، مهمات او د ځانمرګي بريد يو واسکټ ترلاسه شوى دى.
په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي بيا پژواک اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې ٧٠ مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٣٠ ژوندي نيول شوي دي.
د هغه په وينا، چې په دغو عملياتو کې د ايساف هوايي ځواک هم له افغان ملي ځواکونو سره مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه عمليات د چهارکند ولسوالۍ پر يوې غرنيزې سيمې ترسره شوي او ملکي وګړو ته په کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
احمدزى وايي، چې دغه د وسلوالو مخالفينو يوه ستراتيژيکه سيمه وه او له دغو عملياتو سره يې ملا ماته شوه.
بلخوا په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه عمليات د ملي اردو تر قوماندې لاندې ترسره شوي.
سرچينې زياته کړې، دغه عملياتو، چې د يوه طالب قوماندان پر ضد ترسره شول، په ترڅ کې يې اوه وسلوال مخالفين وژل شوي او ٣٠ ژوندي نيول شوي دي.
په خبرپانه کې راغلي، چې د دې جګړې پر مهال وسلوالو مخالفينو له عامو خلکو د ډال په توګه کار اخيست او درنې وسلې يې هم کارولې.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې تېره اونۍ هم ايساف په همدغه ولايت کې د يوه مهم طالب قوماندان د وژلو خبر ورکړى و.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن