ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر وزيرستان په بې پيلوټه هوايي بريد کې څلور تنه و وژل شول

پر وزيرستان په بې پيلوټه هوايي بريد کې څلور تنه و وژل شول

author avatar
11 Jan 2012 - 09:18
پر وزيرستان په بې پيلوټه هوايي بريد کې څلور تنه و وژل شول
author avatar
11 Jan 2012 - 09:18

اسلام اباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): له نږدې دوو مياشتو ځنډ وروسته پر وزيرستان د امريکا په يوه تازه بې پيلوټه هوايي بريد کې څلور تنه و وژل شول.

د شمالي وزيرستان په مرکز ميرانشاه کې د تسليم خان په نوم يوه دولتي چارواکي د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بې پيلوټه بريد تېره شپه ناوخته له ميرانشاه پنځه کيلومتره سوېل لوري ته د چشمه پل په سيمه کې پر يوه کور شوى دى.

هغه زياته کړه، چې بې پيلوټه الوتکې پر يوه کور دوه ميزايل توغولي، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او ويل کېږي، چې درې بهرنيان دي.

خو په سيمه کې امنيتي سرچينې وايي، چې وژل شوي وسلوال وو او د سعودي عربستان اوسېدونکي دي.

د ملک ممتاز په نوم يوه ځايي خبريال پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې په نښه شوى کور په بشپړ ډول سوځېدلى دى.

هغه زياته کړه، چې پر دې سيمه له تېرو درېيو ورځو راهيسې بې پيلوټه الوتکو الوتنې کولې او له امله يې خلک په وېره کې وو.

دغو امريکايي بې پيلوټه الوتکو وروستى بريد د روان لمريز کال د لړم په ٢٦مه نېټه کړى و، خو د ليندۍ په پنځمه، وروسته له هغه چې ايساف ځواکونو په مومندو ايجنسۍ کې پر پاکستاني پوستو بريد وکړ، دغه لړۍ بنده شوې وه.

په دغه بريد کې ٢٤ پاکستاني سرتېري و وژل شول او ١٣ نور ټپي شوي وو.

د ايساف له دغه بريد وروسته د پاکستان او امريکا اړيکې خرابې شوې او پاکستان له خپلې خاورې ناټو ته هر ډول اکمالات بند کړل.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.