ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلور وسله وال طالبان و وژل شول

څلور وسله وال طالبان و وژل شول

author avatar
11 Jan 2012 - 10:20
څلور وسله وال طالبان و وژل شول
author avatar
11 Jan 2012 - 10:20

اسعداباد (پژواک ٢١ مرغومى ٩٠): د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ايساف په يوه هوايي بريد کې څلور وسلوال طالبان و وژل شول.

د سرکاڼو ولسوال شاه محمود د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه  بريد تېره شپه درې بجې د ولسوالۍ د ډانډو په سيمه کې شوى دى.

هغه زياته کړه، چې يوې ډلې وسلوالو طالبانو، چې د ملي اردو او پوليسو جامې يې په تن وې، په ياده سيمه کې د افغان او ناټو ځواکونو ګډې ګزمې ته په کمين کې ناست وو.

د ولسوال په وينا، ايساف ځواکونو له هوا څخه دغه مخالفين کشف او بريد يې پرې وکړ، چې له امله يې څلور تنه و وژل شول.

دى وايي، چې يو وسلوال مخالف ژوندى هم نيول شوى دى.

شاه محمود وويل، چې د وژل شويو طالبانو مړي ولسوالۍ ته ور وړل شوي، خو تر اوسه يې هويت نه دى معلوم شوى.

وسلوالو مخالفينو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

پرون د وسلوالو مخالفينو له خوا په يوه بريد کې، چې د کونړ په مرکز اسعداباد کې يې د ملي اردو پر يوه مرکز کړى و، له امله يې د اردو ١٤ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.