ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې د کرکټ شل اووریز ټورنامنټ پیل شو

په پکتيا کې د کرکټ شل اووریز ټورنامنټ پیل شو

author avatar
13 Jan 2012 - 11:10
په پکتيا کې د کرکټ شل اووریز ټورنامنټ پیل شو
author avatar
13 Jan 2012 - 11:10

ګردېز(پژواک ۲۳ مرغومى ۹۰): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د کرکټ  اتو لوبډلو ترمنځ د هارډبال  شل اوريزې سيالۍ پيل شوې.

 

دغه شل اوريزې لوبې د امریکا د متحدو ایالتونو دنړیوال پرمختیایي پروګرام  (USAID) په مالي مرسته د ښارواليو د ملاتړ ادارې (RUMPUP) په همکارۍ د پکتيا کرکټ بورډ له لوري  پيل شوې او د دې لوبډلو ۱۲۸ تنو ته  د هارډبال ټول اړوندوسايل هم ورکړل شول.

 

په پکتيا کې د ښاروالۍ د ملاتړ ادارې مسول رحمت الله رحيمي د مرغومي په ۲۳مه ، پژواک اژانس ته وويل چې د يادو اتو لوبډلو ۱۲۸ تنو ته يې چې هره لوبډله ۱۶ تنه لوبغاړي لري د هارډبال ټول اړين توکي پېرلي او پر دوی يې ووېشل.

هغه زیاته کړه چې له دې پروګرام جوړلو څخه یې موخه ښاريانو ته دا پيغام رسول دي چې ښاريان بايد د ښار پاکولو په پروسه کې ورګډ شي.

 

ده وويل چې دوی  خپلې موخې ته د ځوانانو له لارې په اسانۍ سره رسېدلی شي چې ښار پاک وساتل شي او وایی چې دغه ځوانان دي چې په هرکار کې خپله ونډه اخلي.

 

په پکتيا کې دکرکټ بورډ نماينده نيازالله احمدزي پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې وويل چې لوبغاړي يې ښه وړتيا لري خو امکانات ورته هغه ډول چې لازمه ده په واک کې نه دي ورکړل شوي.

 

دی له دې پروګرام څخه چې د ښارواليو د ملاتړ ادارې پلی کړی خوښ دی او مننه ترې کوي چې د دوی هغو پياوړو لوبډلو ځوانانو ته چې د کرکټ په برخه کې ډېرو امکاناتو ته اړتيا لري يو څه امکانات د دوی په واک کې ورکړل.

 

د نوموړي په خبره چې د دوی ځوانانو پخوا هم د ښار پاکونې په پروسو کې برخه اخيستې دا ځل به هم دا کار کوي .

نوموړي زياته کړه چې لوبډلې خوشاله دي چې په لومړي ځل ورته د هارډبال اړين توکي ورکړل شول خو له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې د لوبغاړو د سالمې روزنې په موخه دې ورته د لوبغالي د جوړېدو چارې ژر پيل کړي.

 

په پيل شويو لوبو کې برخه اخيستونکي د رود احمدزي لوبډلې کپتان محمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټول لوبغاړي په لوبه کې په مينه برخه اخلي خو د لوبغالي د خرابوالي له امله ښايي ښه لوبه ونه شي کولی.

نوموړي د ښاروالي د ملاتړ ادارې څخه مننه کوله او ويل يې چې دوئ په دې ډېر خوشال دي چې د لوبغاړو د تقويې او سالمې روزنې په موخه يې ورته د هارډ بال اړين توکي ورکړل.

 

د يادونې وړ ده چې يوکال  وړاندې په نهو لوبډلو د مسلم هنډز له لوري د هارډبال توکي ويشل شوي و چې لوبغاړ تراوسه د لوبو پر وخت ترې ګټه پورته کوله.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.