جلال اباد (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د لومړي زون سرحدي پوليسو قومانداني وايي، چې له يوه کرولا موټر څخه يې ٧٥ کيلوګرامه هيرويين ترلاسه کړي دي.
د سرحدي پوليسو دلومړي زون مطبوعاتي مسوول ادريس مومند د مرغومي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو تېر ماښام ناوخته د يوه کشفي راپور له مخې، د خوګياڼو د وزيرو په احمدخېلو سيمه کې له يوې سپين رنګې کرولا څخه ٧٥ کيلوګرامه پوډر ترلاسه کړي دي.
هغه زياته کړه، چې دغه موټر سرحدي پوليسو د احمدخېلو په سيمه کې تعقيب کړ، خو کله چې يې د تېښتې هڅه وکړه، پوليسو پرې ډزې وکړې.
د مومند په وينا، چې قاچاق وړونکي د شپې له تيارې څخه په ګټه اخيستو په تېښته بريالي شوي دي.
د سرحدي پوليسو د لوا وياند وويل، پوليسو دغه موټر په داسې حال کې نيولى، چې سيټونه يې په وينو لړلي و او په کې ځاى پرځاى شوي ٧٥ کيلوګرامه هيرويين هم وموندل شول.
د يادونې ده، چې د نوي ميلادي کال له پيل راهيسې دا لومړى ځل دى، چې د ننګرهار سرحدي پوليس نشه يي توکي نيسي.
تېر ميلادي کال د دغه ولايت سرحدي او نورو امنيتي ارګانونو زرګونه کيلوګرامه نشه يي توکي نيولي وو.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن