ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځايي چارواکي: د کاپيسا په ځينو سيمو کې طالبانو له جګړې لاس اخيستى

ځايي چارواکي: د کاپيسا په ځينو سيمو کې طالبانو له جګړې لاس اخيستى

author avatar
14 Jan 2012 - 12:39
ځايي چارواکي: د کاپيسا په ځينو سيمو کې طالبانو له جګړې لاس اخيستى
author avatar
14 Jan 2012 - 12:39

محمودراقي (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٠): د سيمې طالبان او چارواکي وايي، چې د کاپيسا په يو شمېر ولسواليو کې د سولې د روانو خبرو اترو له امله وسلوالو طالبانو له جګړې لاس اخيستى او په سيمه کې امن ټينګ شوى، خو د وسلوالو طالبان وياند دا ادعا ردوي.

له څو مياشتو راهيسې د امريکا د متحدو ايالتونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د سولې د خبرو په اړه راپورونه خپرېږي، خو د سولې په اړه وروسته له هغه د خلکو هيلې زياتې شوې، چې څو ورځې مخکې طالبانو په قطر کې د سولې دخبرو لپاره خپل رسمي چمتووالى وښود.

که څه هم وسلوالو طالبانو ويلي، چې په افغانستان کې د قوي موجوديت ترڅنګ غواړي په قطر کې دفتر ولري، خو په کاپيسا ولايت کې يو شمېر چارواکي او خلک د تېر کال په پرتله د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې امنيتي حالت هيله من کړي او وايي، چې اوس هلته د تېر په څېر امنيتي ستونزې نشته.

د ځايي چارواکو په وينا، په تګاب، اله ساى او د نجراب په ختيځو سيمو کې به د دولت او مخالفينو تر منځ هره ورځ جګړه وه، خو اوس هېڅ د نا امنۍ پېښې نه تر سترګو کېږي.

د اله ساى د سکين د سيمې اوسېدونکي شفيع الله پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له وسلوالو طالبانو سره په ليکو کې و، خو اوس يې له جګړې لاس اخيستى دى.

نوموړي زياته کړه: ((موږ اوس حيران يو، چې څه وکړو!؟ يو خوا وطن بهرنيانو نيولى، له بلې خوا د سولې خبرې روانې دي، خو ما په خپله اوس پرېکړه کړې، چې تر هغې به جنګ نه کوم، تر څو دا موضوع روښانه شوې نه وي، چې په کوم ډول سوله کېږي.))

د اله ساى ولسوال انجنير ملا محمد پژواک اژانس ته وويل، چې په قطر کې د سولې د خبرو اترو لپاره د دفتر د پرانېستو له راپورونو وروسته په دې ولسوالۍ کې د تېر په څېر ناامني نشته.

د هغه په وينا، د طالبانو په ليکو کې زيات بدلون تر سترګو کېږي او ورځ تر بلې يې ليکې کمزورې کېږي.

نوموړي وويل،چې په سيمه کې دغه مهال منځلارو وسلوالوطالبانوله جګړې لاس اخيستى او د سولې راتلو هيله من دي.

د نجراب ولسوالۍ د پچغان د سيمې اوسېدونکي او پخواني وسلوال طالب شاه اغا پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې په دې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې وسلواله مبارزه کوله.

د ده په وينا، په قطر کې د سولې د خبرو لپاره د دفتر له خبرېدو وروسته يې اوس تصميم نيولى، چې د ايران هېواد ته د مزدورۍ په موخه ولاړ شي.

نوموړي وويل، چې په خپله سيمه کې اوس مهال د اربکيو له وېرې نه شي اوسېدلاى او د اله ساى ولسوالۍ ته کډه شوى دى.

شاه اغا زياته کړه: ((زه چې خبر يم، تر دې دمه دکاپيسا په ګڼ شمېر ولسواليو کې زما ملګرو وسله اېښې ده او زموږ له سيمې دوولس بهرني طالبان هم بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.))

دغه راز دکاپيسا دتګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د قطر د دفتر د راپورونو له خپرېدو وروسته د نا امنۍ پېښې ختمې شوې دي.

د هغه په وينا، په سيمه کې اوس پوره امن دى او خلک په عادي ډول خپل کاروبار کوي.

د تګاب يو قومي مشر شاه بدل هم په دې خوښ دى، چې د دوى په سيمه کې امن راغلى او طالبانو له جګړې لاس اخيستى دى.

نوموړي وويل، چې تېر کلونه به دغه مهال د دوى په سيمه کې جګړه روانه وه او خلکو به په خلاص زړه کار نه شواى کولاى.

د ده په وينا، په سږني ژمي کې خلک په ډېر ارام ډول سره خپل کاروبار کوي او د هېڅ ډول نا امنۍ اندېښنه ورسره نشته.

خو د شاهين ساپي په نوم په سيمه کې د وسلوالو طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى تر اوسه د سولې په خبرو ډاډه نه دي او خپلې وسلوالې مبارزې ته دوام ورکوي.

د ده په خبره، په سيمه کې د وسلوالو طالبانو ليکې منظمې او غښتلې دي، خو د ژمي د سړې هوا د رارسېدو له امله يو شمېر طالبان پېښور ته تللي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په کاپيسا کې د واورو داورښت له امله په غرنيو سيمو ګرځېدل سخت شوي، چې ښايي د دوى پر فعاليتونو يې اغېز کړى وي.

د هغه په وينا، ترڅو چې بهرني ځواکونه په هېواد کې موجود وي، تر هغې به د دوى ملګري له جګړې لاس وانه خلي.

نوموړي دغه خبرې، چې ګواکې په کاپيسا کې د وسلوالو طالبانو فعاليتونه کم شوي، د افغان حکومت تبليغات وبلل.

د يادونې ده، چې د روان لمريز کال په پيل کې د يادو ولسواليو چارواکو ويلي و، چې

ګڼ شمېر بهرني وسلوال طالبان، چې د پاکستان، تاجکستان، چيچينيا او عربي هېوادونو اړوند دي، کاپيسا ولايت ته راغلي او په غرنيو سيمو کې د جګړې لپاره تيارى نيسي

Visits: 79

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.