ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال په غزني کې ٦٥ کيلومتره سړکونه پاخه شوي

سږ کال په غزني کې ٦٥ کيلومتره سړکونه پاخه شوي

author avatar
15 Jan 2012 - 12:12
سږ کال په غزني کې ٦٥ کيلومتره سړکونه پاخه شوي
author avatar
15 Jan 2012 - 12:12

غزني ښار (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): چارواکي وايي، چې د روان لمريز کال پر مهال د غزني په ښار او ولسواليو کې ٦٥ کيلومتره سړکونه په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک اژانس ته وويل، چې له دغو سړکونو څخه ٣٠ کيلومتره يې په ښار کې دننه جوړ شوي، ١٥ کيلومتره د واغز او ٢٠ کيلومتره د جغتو ولسواليو ته غزېدلي دي.

نوموړي وويل، چې د يادو سړکونو د پخېدو ټول لګښت شاوخوا شل ميليونه امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د ښار په منځ کې او تر واغز ولسوالۍ پورې د جوړ شوي سړک لګښت په غزني کې د امريکا او پولنډ د ولايتي بيارغونې ډلو ورکړى دى.

د والي په خبره، د غزني له مرکز څخه تر جغتو ولسوالۍ پورې د سړک د پخېدو لګښت د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا ورکړل شوى دى.

د غزني ښار او واغز ولسوالۍ تر منځ غځېدلى سړک ١٥ کيلومتره اوږد او لس متره سور لري، چې په غزني کې د امريکايي ولايتي بيارغونې ډلې له لوري پرې ٤،٦ ميليونه ډالر لګول شوي دي.

د واغز ولسوال محمد عظيم وايي، چې دغه سړک تر ډېره د خلکو ترانسپورتي ستونزې هوارې کړې دي.

د ده په وينا، د واغز سړک پخوا ډېر خراب و او خلک به مرکز غزني ته په تلو راتلو کې په ډېرو ستونزو کې وو.

دى وايي، چې د دغه سړک په پخېدو سره خلک او چلوونکي ډېر اسوده شوي، د ناروغانو او توکو په لېږد کې يې ستونزې راکمې شوې دي.

د واغز خلک هم د خپلې ولسوالۍ د سړک د پخېدو په اړه خوښ دي او زياتوي، چې د ولسوالۍ او مرکز تر منځ په تګ او راتګ کې اوس ډېره اسانتيا پيدا شوه.

د واغز ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي تاج محمد پژواک اژانس ته وويل، چې دغه لاره ډېره خرابه وه، پلونه او پلچکونه يې ټول وران وو، خو اوس يې تر لسو زيات پلچکونه او پلونه بېرته جوړ شوي دي.

د غزني والي په نوي لمريز (١٣٩١) کال کې په مرکز او ولسواليو کې د نورو لارو او سړکونو د جوړېدو خبره هم وکړه.

د يادونې ده، چې د غزني په ولسواليو کې د سړکونو د رغېدو کار ډېرى وخت د امنيتي ستونزو له امله له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي او چارې يې نيمګړې پاتې وي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.