ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: امريکا او طالبان غواړي د سولې له پروسې خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي

شنونکي: امريکا او طالبان غواړي د سولې له پروسې خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي

author avatar
15 Jan 2012 - 15:15
شنونکي: امريکا او طالبان غواړي د سولې له پروسې خپلې سياسي ګټې ترلاسه کړي
author avatar
15 Jan 2012 - 15:15

کابل (پژواک ٢٥ مرغومى ٩٠): ځيني شنونکي د امريکا او طالبانو تر منځ خبرو ته د شک په سترګه ګوري او وايي، دواړه لوري له دې پروسې د خپلو سياسي موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه اخلي.

له څه مودې راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو راپورونه خپرېدل، خو په دې وروستيو کې يادو دواړو لوريو هم تاييد کړه، چې تر منځ يې خبرې دوام لري.

دغه راز راپورونه وايي، امريکا، المان او قطر پتېيلې، چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانيزي.

افغان دولت او طالبانو هم وروسته د دغه دفتر له پرانيستلو سره خپله هوکړه اعلان کړه.

خو د سياسي چارو پوه وحيد مژده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امريکا او طالبان دواړه غواړي د سولې د خبرو له دې پروسې څخه سياسي ګټې پورته کړي.

د ده په اند، د امريکا ولسمشر د سولې په خبرو کې رښتونى نه دى او دا خبرې يې ځکه پيل کړې دي؛ چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم روانه جګړه کې ځان بريالى وښيي او په دې توګه د نوامبر په مياشتې کې د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

دغه راز دى وايي، امريکا غواړي د سولې خبرې په داسې ډول پر مخ يوسي، چې د طالبانو پر وړاندې د امريکا ماتې ښکاره نه شي او په افغانستان کې خپلې لاسته راوړنې له لاسه ورنه کړي.

د ده په وينا، طالبان غواړي د سولې د خبرو له لارې خپل سياسي حضور تثبيت کړي او داسې سوله غواړي، چې خپلو موخو ته په کې ورسېږي.

هغه زياتوي: ((اصلي دليل دغه دى، چې طالبان غواړي په سياسي ډګر کې هم خپل موقف ترلاسه کړي او نه غواړي، چې يواځې د جګړه ييز تحريک په صفت و پېژندل شي.))

د مژده په اند، د سولې د خبرو له يادې پروسې طالبانو تر اوسه هم ډېره ګټه ترلاسه کړې ده، په نړيواله کچه د يو سياسي تحريک په صفت پېژندل شوي او په دغه کار سره د طالبانو روحيه هم پياوړې شوه.

د هغه په وينا، له همدې امله به طالبان په راتلونکي کال کې جګړې ډېرې سختې کړي.

د پوځي چارو پوه جنرال عبدالواحد طاقت، له طالبانو سره د امريکا خبرې يوه سياسي لوبه بولي.

هغه وايي: ((طالبانو يوه سياسي بهره برداري وکړه او له دې لارې يې خپل هويت تقويه او ثابت کړ.))

د ده په وينا، په قطر کې د دفتر په پرانيستلو سره به طالبان ډيپلوماتيک دريځ ترلاسه کړي او له دې لارې به د ډېرو ډالرو مرستې ورسره وشي.

طاقت دا هم وايي، چې د سولې له خبرو څخه د امريکا موخه دا ده، څو يو شمېر طالبانو ته په دولت کې ځاى ورکړي او يو شمېر نور يې د وسله وال اپوزېسيون په توګه ځواکمن او په خپل واک کې وساتي.

د ده په وينا، له دغه کار څخه د امريکا موخه دا ده، چې د افغانستان زېرمې په خپل واک کې ولري او په سيمه کې د خپل پوځي حضور تر څنګ پر خليج هم کنټرول ولري.

دى هم په دې اند دى، چې اوباما غواړي له طالبانو سره د سولې له خبرو څخه د خپل ځان په ګټه کار واخلي او د امريکا د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې بريا ترلاسه کړي.

په کابل کې د امريکا سفارت يوه چارواکي د چارو د يادو پوهانو د څرګندونو په اړه يواځې دومره وويل، چې امريکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده او غواړي، چې د سولې پروسه د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه له وسله والو طالبانو سره هم خبرې وکړو، خو بريالي نه شوو.

خو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د طالبانو سفير پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې که چېرې امريکا د سولې د خبرو رښتينې هڅې وکړي، نو دى په دې اړه د طالبانو پر رښتينولى شک نه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.