ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا له لېږد سره موافقه وشوه

author avatar
16 Jan 2012 - 18:23
author avatar
16 Jan 2012 - 18:23

کابل (پژواک ٢٦مرغومى٩٠): د وزیرانو شورا له ازبکستان څخه د برېښنا له پېرودنې او د افغانستان له لارې پاکستان ته د هغې له لېږد سره موافقه وکړه.

 د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د مرغومي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حامد کرزي تر مشرۍ لاندې نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د وزیرانو شورا غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼې زياته کړې، چې په دې غونډه کې په کابل کې د پاکستان سفارت هغه یادښت وڅېړل شو، چې په هغه کې د ازبکستان له هېواد سره د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا د لوړ ولټاژ مزي د غځېدو یادونه شوې وه.

همداراز په دغه يادښت کې د افغانستان له دولت څخه غوښتنه شوې وه، چې افغانستان دې د خپلې خاورې له یوې مناسبې لارې څخه پاکستان ته د برېښنا د دغه مزي له غځېدو سره موافقه وکړي.

خبرپاڼه کاږي، چې د وزیرانو شورا په کابل کې د پاکستان سفارت د يادښت له څېړلو وروسته، په دې موافقه وکړه چې له ازبکستان څخه د پېرودل شوې برېښنا د لوړ ولټاژ مزي دې د افغانستان له لارې پاکستان ته وغځول شي.

سرچينه ليکي، چې په ياده شوې غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت مستيال غلام فاروق قاضي زاده وويل: ((پاکستان ته د دغه مزي د غځېدو تګلوری او شرایط به د افغانستان او پاکستان د تخنیکي ډلو له خبرو وروسته مشخص شي.))

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.