ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې يو کلى تر واورو لاندې شو

په بدخشان کې يو کلى تر واورو لاندې شو

author avatar
16 Jan 2012 - 14:12
په بدخشان کې يو کلى تر واورو لاندې شو
author avatar
16 Jan 2012 - 14:12

فيض اباد (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): د بدخشان په اشکاشم ولسوالۍ کې د واورې ښويېدو له امله ٥٠٠ تنه په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او ورستي اورښتونه په دغه ولايت کې د ١٥تنو د مړه کېدو او اتو نورو د ژوبلېدو لامل شوي دي.

د بدخشان والي شاه ولي اديب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د واورې اورښت تېره اونۍ پيل او تر اوسه دوام لري.

د هغه په وينا، نن سهار (د مرغومي ٢٦مه) په اشکاشم ولسوالۍ کې د يوه ستر برفکوچ له امله د دې ولسوالۍ زيچ کلى، چې د فيض اباد ښار په ٢٠٠ کيلومترۍ کې پروت دى، په بشپړ ډول تر واورو لاندې شوى دى.

اديب زياته کړه: ((په دغه برفکوچ کې د دغه کلي د ٧٩ کورونو ٥٠٠ اوسېدونکي تر واورو لاندې ګير دي، تر اوسه درې تنه له واورو را ايستل شوي، چې يو يې مړ او دوه نور ټپيان دي.))

د بدخشان والي وويل، چې دغه راپور د اغاخان بنياد او د فوکس دفتر د نماينده ګي له خوا، چې په دغه کلي کې فعاليت لري، ورکړل شوى دى.

نوموړي وويل، چې په بېړنۍ ناسته کې د اغاخان له بنياد نه غوښتل شوي دي، چې ژر تر ژره دې له زيانمنو کسانو سره مرسته وکړي.

د فوکس دفتر(د بدخشان ولايت په لرې پرتو ولسواليو کې مرستندويه نړيواله انجيو) مسوول رحيم دانش د دې پېښې پخلى وکړ او پژواک اژانس ته يې وويل، د دوى سروې ښيي، چې دغه کلى په بشپړ ډول تر برفکوچ لاندې شوى دى.

همدارنګه په بدخشان کې د اغاخان د دفتر مسوول ډاکتر نجم الدين پژواک ته وويل، چې د دوى ډلې ساحې ته لېږل شوې او د خلکو د لېږدولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

هغه وويل، چې ځينې کاري ډلې يې د تاجکستان له لارې سيمې ته لېږلې دي.

سرچينې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل، چې کېداى شي د دې پېښې د تلفاتو کچه لوړه وي.

د بدخشان ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس ثناء الله اميري هم وويل، چې له تېرې شپې را په دېخوا د واورې د ښويېدو له امله ١٤ تنه مړه او شپږ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې د ارغستان ولسوالۍ په کندي او مارستان کليو کې د واورې د ښويېدو له امله پنځه تنه مړه او شپږ ټپيان شوي دي، په يفتل پايين ولسوالۍ کې درې تنه مړه او په ياوان ولسوالۍ کې يو تن مړ شوى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، پنځه تنه هم تېره شپه د يفتل بالا ولسوالۍ په ارت او مارج کليو کې تر واورو لاندې شوي دي.

همدارنګه د بدخشان د عامه ګټو امر محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل، چې د واورې د زيات اورښت له امله له مرکز سره د دغه ولايت د ١٤ ولسواليو مواصلاتي لارې تړل شوې دي. نوموړي وويل، چې په دغو ولسواليو کې وردوج، زيباک، اشکاشم، واخان، شغنان، يفتل پايين، راغستان، کوهستان، ياوان، مامي، نسي، شکي، کوفاب او خواهان ولسوالۍ شاملې دي.

سرچينې زياته کړه، چې په يو شمېر ولسواليو کې د لارو د پاکولو چارې پيل شوې او په پام کې ده، چې ټولې لارې خلاصې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د واورې د ښويېدو له امله يو تن مړ شوى وو.

Visits: 7

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.