ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړي ځل په افغانستان کې پر واورې دکرکټ لوبه ترسره شوه

په لومړي ځل په افغانستان کې پر واورې دکرکټ لوبه ترسره شوه

author avatar
16 Jan 2012 - 15:36
په لومړي ځل په افغانستان کې پر واورې دکرکټ لوبه ترسره شوه
author avatar
16 Jan 2012 - 15:36

 کابل (پژواک ٢٦ مرغومى ٩٠): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره پر واورې د کرکټ لوبه ترسره شوه.

دغه لوبه نن (د مرغومي ٢٦مه) په کابل ښار کې د کابل نندارې په لوبغالي کې د لوبې د سپورتي رزنيزې موسسې (اېل. اېس. ټي. او) له خوا د درېيو لوبډلو تر منځ وشوه.

د دې موسسې مرستيال زراب شاه ظهير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر واورې لوبې له دې مخکې د انګلستان، ايرلينډ او سويټزرلينډ په ګډون په يو شمېر نورو هېوادونو کې ترسره شوې دي.

خو نوموړي زياته کړه، دغه لومړى ځل و، چې د دوى د موسسې په نوښت دغه لوبه په کابل کې پر واوره باندې ترسره شوه.

ظهير وايي، چې د کرکټ د ځانګړې لوبې، هره لوبډله په پنځو لوبغاړو او پنځو اورونو مشتمله وه او په هر اوور کې څلور توپونه وو.

په داسې حال کې، چې د کرکټ په رسمي لوبو کې په هره لوبه کې ١١ لوبغاړي او د شپږو توپونو يو اوور وي.

د نوموړي په وينا، نن د اېل. سي. ټي. او، لوبې مجلې او سولې لوبـډلو تر منځ لوبې ترسره شوې، د لوبې مجلې او سولې لوبډلې پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

زراب شاه ظهير وويل، چې د لوبې مجلې سولې ته د ١٠٠ منډو هدف ټاکلى و، چې د سولې لوبډلې له خوا ترلاسه او لوبه يې وګټله.

په دغو لوبو کې د افغانستان د ملي، ١٩ کلنو او ١٦ کلنو لوبډلو ځينو پخوانيو او اوسنيو لوبغاړو هم برخه اخيستې وه.

د واورې کرکټ لپاره داسې مقرره جوړه شوې، چې بال دې نه پېچ کېږي او فول ټاس وي، پېچ شوی بال مړ يا ډيډ بال ګڼل کېږي، که څه هم دا مقرره د کرکټ په اصولو کې نشته، خو دلته يې موخه يواځې تشويق و.

د دې لوبې لپاره نارنجي او ګلابي رنګه بال غوره شوی و، چې په واورو کې ښه برېښي.

د اېل. اېس. ټي. او د واورې د دغه ټورنمنټ اصول نور د شل باليزه کرکټ و، چې د ای. سي. سي له خوا منل شوی دی.

په دغو لوبو کې برخه اخيستونکي د ١٩ کلنو ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شاهدي پژواک اژانس ته وويل، چې دا دوى لپاره يوه ښه تجربه وه.

هغه زياته کړه: ((موږ په خاورو، دوړو، چمنونو او خاورينو ميدانونو کې لوبې کړې، خو په واوره کې مو د لومړي ځل لپاره لوبه وکړه او ښه خوند مو ترې واخيست.))

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.