ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په لوېدلې چورلکه کې وژل شوي امريکايي وګړي دي

author avatar
17 Jan 2012 - 09:15
author avatar
17 Jan 2012 - 09:15

کابل (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په  لوېدلې چورلکه کې درې تنه وژل شوي امريکايي وګړي دي.

دا چورلکه پرون (د مرغومي ٢٦مه) له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د نادعلي ولسوالۍ د شاول سيمې په بولدک کلي کې وغورځېده.

که څه هم په لومړيو کې ويل کېدل، چې دا چورلکه د ايساف اړوند ده، خو وروسته ايساف پژواک اژانس ته وويل، چې ياده چورلکه د دوى نه، بلکې ملکي وه او په سيمه کې يې لوجستيکي اکمالات کول.

بلخوا د امريکا په شيکاګو ښار کې د اې. اې. ار. ايرليفټ AAR Airlift په نوم يوې اکمالاتي کمپنۍ ويلي، چې په هلمند کې لوېدلې چورلکه د دوى وه او د امريکا له دفاع وزارت سره يې د قرارداد له مخې د هغوى ځواکونو ته اکمالات کول.

د يادې کمپنۍ له خوا د مرغومي په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې د چورلکې درې  تنه عمله وژل شوي او پرته له هغو په چورلکه کې نور څوک نه وو سپاره.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې تر اوسه د دې پېښې لامل نه دى څرګند شوى، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.

سرچينې که څه هم په دې پېښه کې د وژل شوو درېيو تنو هويت نه دى په ډاګه کړى، خو زياته کړې يې ده، چې د وژل شوو کسانو کورنيو ته يې خبر ورکړى دى.

بلخوا نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړى، چې په دې پېښه کې وژل شوي درې تنه امريکايي وګړي دي.

له دې مخکې د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عمرجان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادې چورلکې تخنيکي ستونزه پيدا کړې وه او کله چې يې غوښتل بېړنۍ ناسته وکړي، اور يې اخيستى او لوېدلې ده.

خو د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې دا چورلکه دوى ويشتې او په کې ناست ټول سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم په لوګر ولايت کې د ناټو يوې چورلکې د تخنيکي ستونزې له مله بېړنۍ ناسته کړې وه.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.