ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا بزګرانو د زعفرانو د تخم ترلاسه کولوغوښتنه وکړه

د پکتيکا بزګرانو د زعفرانو د تخم ترلاسه کولوغوښتنه وکړه

ښرنه (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): په پکتیکا کې بزګران وايي، دا چې د کوکنار کر په دې ولايت کې صفر ته راټيټ شوى دى؛ نو دولت بايد دوى ته د زعفرانو تخم ورکړي او د کرلو لارې چارې وروښيي.

 د پکتیکا يوه کروندګر او په دې ولايت کې د کروندګرو د ټولنې غړي کلاخان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کروندګر له ډېرې یې وزلۍ سره سره، بیا هم د کوکنارو کر ته زړه نه ښه کوي.

 د کلاخان په وينا، په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د زعفرانو کرل دود شوي او کروندګرو د کوکنارو په پرتله ترې ښه ګټه ترلاسه کړې ده؛ نو د پکتیکا کروندګر هم غواړي چې په خپلو ځمکو کې زعفران وکري.

 ده زياته کړه، چې د زعفرانو تخم په بازار کې نه پيدا کېږي او کروندګر يې هم په کرلو نه پوهېږي.

 هغه له دولت او مرستندويه موسسو وغوښتل، چې د لومړي ځل لپاره په دې ولايت کې کروندګرو ته د زعفرانو تخم ورکړي او د کرلو په برخه کې يې ورسره تخنيکي مرسته وکړي.

 کلاخان زياتوي، چې که د زعفرانو د کرلو په برخه کې د دې ولايت له کروندګرو سره مرسته وشي، نو په وينا به يې ډېرو خلکو ته د کار زمينه برابره او له حاصلاتو به يې ښه ګټه ترلاسه کړي.
  د ښرنې ښار د سرې کلا اوسېدونکى شوبین، چې شاوخوا ۱۳۰۰ جریبه ځمکه لري، وايي چې اوسمهال په خپلو ځمکو کې غنم، جوار او رشقه کري؛ خو زياتوي چې کله کله خو يې د ځمکو حاصل خپل لګښت هم نه پوره کوي.

 شوبين په کرنيزه برخه کې دولت او مرستندويه موسسې، دې ولايت ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي، چې که څه هم د دې ولايت کروندګرو کوکنار نه دي کرلي؛ خو د نورو ولايتونو په پرتله ورته هېڅ امتياز نه دى ورکړل شوى.

 نوموړي زیاته کړه: ((هغه ولایتونه چې کوکنار کري، دولت او مرستندویه ادارې د کوکنارو د بدیل کښت پرځای ورته د زعفرانو تخمونه ورکوي او نورې مرستې ورسره کوي؛ خو هغه ولایتونه چې هېڅ کوکنار نه کري، بیا ورسره دا مرستې نه کېږي.))

 شوبین په قهرجنه لهجه وویل، چې که مرستې د کوکنارو په بدل کې کېږي، نو بیا به د پکتيکا ولايت کروندګر هم د کوکنارو کرلو ته مخه کړي؟

 بل کروندګر میراحمد خان کټوازى وایي، چې د دوى سيمې د کرکېلي پراخې ځمکې لري او د هغو ولایتونو له ځمکو سره ورته دي، چې زعفرانو په کې ښه حاصل ورکړى دى.

 نوموړی زیاتوي، چې په تېرو لسو کلونو کې د پکتیکا کروندګرو ته د پام وړ بنسټيز کار نه دی شوی، چې کروندګرو ته له ځمکو د ښه ګټې اخيستنې زمينه برابره کړي.

 میراحمد خان هم له دولت او مرستندویه ادارو څخه وغوښتل، چې په کرنيزه برخه کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.

 د ده په خبره، که چېرې د کروندګرو د ځمکو حاصلات ډېر شي، نو دوى به وهڅول شي، چې په خپلو ځمکو کې نور هم زيار وباسي، چې په دې سره به د کروندګرو اقتصادي وضعه ښه شي.

 په سیمه کې د کرنې کارپوه ۷۰ کلن خراسانی زراعتوال هم پژواک ته وویل، چې د دې ولايت ځمکې د زعفرانو د کښت لپاره مناسبې دي او که چېرې کروندګرو ته د زعفرانو د کښت زمینه برابره شي، رښتیا هم چې ښه پایله به ورکړي.

 د پکتیکا د قومونو د شورا مشر ملا معصوم خیروي هم، په دې برخه کې له کروندګرو سره د دولت او مرستندویه موسسو مرستې اړینې بولي.

 نوموړی وایي: ((داچې د افغانستان اقتصاد په کرنه ولاړ دی، نو کروندګرو ته باید هغه اسانتیاوې برابرې شي، چې د ځان ترڅنګ د سیمې لپاره هم کار وکړي.))

 خيروي دولت ته خبردارى ورکړ، که چېرې د پکتیکا کروندګرو ته په یاده شوې برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې نه شي او هغوى د کوکنارو کرلو ته مخه کړي، نو بيا به يې مخنيوى ډېر ستونزمن وي.  

 د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس حمیدالله توخي، د خلکو یادې شوې غوښتنې پرځای بولي.

 نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ډېر شمېر کروندګر، له دوی څخه د زعفرانو د تخمونو او د هغوی د کرلو په برخه کې د لارښوونې غوښتنه کوي.

 توخي وويل، چې د کرنې له وزارت او مرستندویه موسسو سره يې خبرې کړې او ورسره ژمنه شوې، چې په راتلونکي کال کې به د دې ولایت کروندګرو ته  د تخمونو ترڅنګ د زعفرانو د کرلو لارښوونه هم وکړي.

 نوموړي زیاته کړه، چې دی یو ځل بیا هم په دې برخه کې له حکومت او مرستندویه ادارو څخه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.