ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له زرګونو کورنيو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې

له زرګونو کورنيو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې

author avatar
17 Jan 2012 - 13:31
له زرګونو کورنيو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې
author avatar
17 Jan 2012 - 13:31

جلال اباد- ايبک (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د ننګرهار او سمنګان ولايتونو له څه د پاسه ٣ زره کډوالو او اړو کورنيو سره د مرغومي په ٢٧مه د خوراکي او ژمنيو توکو مرستې وشوې.

د ننګرهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس غلام حيدر فقيرزي پژواک اژانس ته وويل، چې د کدوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ (UNHCR)، د سرې مياشتې نړيوالې کمېټې (I.R.C) او د کډوالۍ نړيوال سازمان (I.O.M) په مرسته يې نن په هغو کډوالو د مرستو د وېشلو لړۍ پيل کړه، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې هېواد ته راستانه شوي دي.

د هغه په وينا، دغه مرستې يې د ننګرهار د بټي کوټ، روداتو، سره رود، چپرهار او بهسودو ولسواليو ٤٧٤ کورنيو ته ځانګړې شوې دي.

نوموړي وويل، چې په مرسته شوو توکو کې هرې کورنۍ ته ٥٠ کيلو غنم، پټوګان، بوشکې، دوه ترپالونه، هر تن ته يوه جوړه جامې، ٥ کمپلې، د ګازو ډبې او د پخلنځي وسايل شامل دي.

د سره رود ولسوالۍ اجراييه مدير محمدانور اکرام پژواک اژانس ته وويل، چې د پراختيايي شورا په مرسته يې له ټولو کليو څخه د راستنو شوو اړو کورنيو نوملړ برابر کړى دى.

د خيبر ايجنسۍ له سره کمر څخه راستون شوى حاجي باز محمد پژواک اژانس ته وويل، چې پاکستاني دولت د تېر کال په ژمي کې د دوى د سيمې ١٥٦ کورنۍ په زور را وشړلې، چې تر دغه مهاله ورسره هېڅ ډول مرسته نه وه شوې.

نوموړى په دغو مرستو خوښ دى، خو زياتوي چې دولت دې د راستانه شوو کډوالو د سرپناه ستونزه هواره کړي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د تېر کال د اورښتونو او سېلابونو له زيانمنو کورنيو سره هم مرسته کړې وه.

د يو خبر له مخې، په سمنګانو ولايت کې هم له ګڼ شمېر بېوزلو کورنيو سره د خوړو نړيوال پروګرام له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سمنګانو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس رجب علي يوسفي پژواک اژانس ته وويل، چې نن له شاوخوا ٣ زره بې وزله کورنيو سره د ٤٢٢ ټنه غنمو مرستو وشوه.

نوموړي وويل، چې يادو کورنيو د خوړو لومړنيو اسانتياوو ته هم لاس رسى نه درلود او په ډېر بد حالت کې يې ژوند کاوه، چې ياد سازمان له خوا له هرې کورنۍ سره د ٤٥٠ کيلوګرامه غنمو مرسته وشوه.

د ده په وينا، دغه کچه مرسته د هرې کورنۍ د خوړو د ستونزې د هوارۍ په موخه د درېيو مياشتو لپاره په نظر کې نيول شوې ده.

د سمنګانو د مرکز ايبک اړوند د ظهرابي کلي اوسېدونکى محمد ابراهيم، چې له يادې مرستې برخمن شوى، خوښ دى، خو وايي، چې دا مرستې د دوى ټولې ستونزې نه شي هوارولاى.

نوموړي زياته کړه: ((موږ په کور کې اوه تنه يو او زه خپله ورځ مزدوري کوم، خو اوس ژمى دى او کار نه پيدا کېږي، خو دغه مرسته به زموږ ستونزې يو څه هوارې کړي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.