ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د ليتيوم کان نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

په هرات کې د ليتيوم کان نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

author avatar
17 Jan 2012 - 14:03
په هرات کې د ليتيوم کان نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي
author avatar
17 Jan 2012 - 14:03

کابل (پژواک ٢٧مرغومي٩٠): د وزيرانو شورا له خوا د نادرو معدني توکو د سپړلو او اکتشاف د تګلارې تر تصويب وروسته به لومړى په هرات کې د ليتيوم کان نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي. 

د افغانستان د کانونو وزارت وياند جواد عمر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې تګلارې مسوده شاوخوا دوه نيمې اونۍ مخکې بشپړه شوې او په نږدې ورځو کې به د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.

هغه وويل، چې په دې مسوده کې د هېواد ګټو ته په پام سره د يادو کانونو د اقتصادي اړخ تر څنګ امنيتي اړخ هم په پام کې نيول شوى دى.

خو عمر  وويل، تر هغه چې دغه مسوده د وزيرانو شورا له خوا تصويب شوې نه وي، دى يې په اړه نور معلومات نه شي ورکولاى.

هغه  وايي، چې  نړيوالې داوطلبۍ ته د وړاندې کېدو په موخه د هرات د ياد شوي کان د ځانګړنو اړين اسناد برابر شوي دي.  

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په هرات، غزني، بدخشان، هلمند، نيمروز، نورستان او کونړ ولايتونو کې ليتيوم، يورانيوم، نيوبيوم،کوبالت، بريليوم، موليبدنيوم او ځينې نور نادره معدني توکي شتون لري.

ليتيوم يو ډول نرم فلز دى، چې په طبابت او د الوتکو، بټريو او د حرارت په مقابل کې د مقاومې ښيښې په جوړولو کې ورڅخه کار اخيستل کېږي.

له کوبالت څخه د قيمتي زيوراتو او کلکو فلزاتو په جوړولو، له يوارنيمو څخه د هستوي وسلو په جوړولو او د انرژۍ په توليد،له نيوبيوم څخه دکلکو فولادو،پايپ لاينونو،جېټ الوتکو د ماشينونو او ځينو نورو شيانو په جوړښت کې کار اخيستل کېږي.

له موليبدونيوم څه د فولادو په جوړولو او نفتو په تصفيه او له بريليوم څخه د الوتکو او راکټونو په جوړولو او اتومي انرژۍ کې کار اخيستل کېږي.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې  تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه، لکه د سرو زرو، مسو، اوسپنې، نفتو او نور  شتون لري.

تر اوسه له دغو کانونو څخه د لوګر د عينک د مسو کان او د امو سيند د نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړونونه له چينايي کمپينو سره شوي او مقدماتي چارې يې روانې دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.