ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څوارلس بلوڅ وسلوال ووژل شول

څوارلس بلوڅ وسلوال ووژل شول

author avatar
17 Jan 2012 - 13:49
څوارلس بلوڅ وسلوال ووژل شول
author avatar
17 Jan 2012 - 13:49

کويټه  (پژواک ٢٧ مرغومى ٩٠): د پاکستان سرحدي پوليس وايي، چې د بلوچستان ايالت په سماولنګ سيمه کې يې له وسلوالو بلوڅو سره د نښتې پر مهال ګڼ شمېر بلوڅان وژلي او ټپيان کړي دي.

نښته تېره شپه ناوخته پيل شوې او د سيمې اوسېدونکي وايي، چې نن  (د مرغومي ٢٧مه) هم تر غرمې پورې روانه وه.

په بلوچستان کې د سرحدي پوليسو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ګڼ شمېر وسلوالو تېره شپه د سماولنګ په بهلول سيمه هغه وخت د پاکستان پر سرحدي پوليسو ډزې پيل کړې، چې غوښتل يې په ياده سيمه کې يوه نوې پوسته جوړه کړي.

سرچينه زياتوي، چې په دغې نښته کې لس وسلوال وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

خو په سماولنګ سيمه کې يو ځايي خبريال مصطفى زمري بيا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  تر نن غرمې پورې لا نښته  نه ده ختمه شوې.

دى وايي، په نښته کې تر اوسه څوارلس بلوڅ وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د زمري په خبره، په ټپيانو کې دوه سرحدي پوليس هم شامل دي.

د يادونې ده، چې څه  موده مخکې هم په ياده سيمه کې د پوليسو پر يوه پوسته بريد شوى و، چې شاوخوا شلو سرحدي پوليسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په بلوچستان کې دبلوڅ ازادي غوښتونکي تحريک (بلوچ لېبرېشن آرمي)،چې د پاکستاني ځواکونو پر ضد جنګيږي، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.