ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نويو غړيو د لوړې مراسم پرځاى کړل

author avatar
19 Jan 2012 - 18:48
author avatar
19 Jan 2012 - 18:48

کابل ( پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نويو غړيو نن د ولسمشر حامد کرزي پر وړاندې د لوړې مراسم پرځاى کړل.

په هغه خبر پاڼه کې، چې د ولسمشرۍ د وياندوى د دفتر لخوا پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې، راغلي ، په دغه مراسمو کې ، چې په ارګ کې ترسره شول، محمد حسین ګرزیواني، سید محمد هاشم فولاد، ریدا عظیمي،غلام دستګیر آزاد اومومنه یاري چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نويو کمشنرانو په توګه ټاکل شوي دي، د لوړې مراسم پرځاى کړل.

په يادو مراسمو د ټاکنو د کمېسيون رييس فضل احمد معنوي او د دارالانشا رييس عبدالله احمدزي هم ګډون درلود.

هغوى لوړه وکړه، چې د ټاکنو د کمېسيون د غړيو په توګه به خپله اړونده دنده په صداقت، ايماندارۍ، خپلواکۍ او بي پلوه توګه د اساسي قانون او د افغانستان د نورو قوانينو په رڼا کې پر مخ بوځي.

د لوړې د مراسمو وروسته ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو د کمېسيون نويو غړيو ته د هغوى د ګومارنې په خاطر مبارکي وويله او هغوى ته د برياليتوب هيله وکړه.

دغه پنځه تنه د روان کال د مرغومي په ٤ مه د ولسمشر د حکم له مخې ټاکل شوي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وياند نور محمد نور په وينا، ياد کمېسيون اوه غړي لري، چې د درېيو کلونو لپاره ټاکل کيږي.

 د نوموړي په وينا، مومنه ياري او محمد حسين ګرزيواني له تيرو دريو کلونو راهيسې د کمېسيون غړيتوب درلود او د نوي فرمان له مخې، د هغوى د کار دوره غځول شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ايوب اصيل، مستوره ستانکزۍ او سليمان حامد پر ځاى، چې کاري دوره يې ختمه شوې ده، درې تنه نور محمد هاشم فولاد، ريداد عظيمي او غلام دستګير ازاد ټاکل شوي دي.

د ده په وينا، د کمېسيون د رييس فضل احمد معنوي او د يو بل غړي عبدالخالق حسيني پشه يي د کار دوره بشپړه شوې نده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.