ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا د ځوانانو او زده کوونکو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې رامنځته شوې

د پکتيکا د ځوانانو او زده کوونکو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې رامنځته شوې

author avatar
19 Jan 2012 - 14:13
د پکتيکا د ځوانانو او زده کوونکو لپاره د انټرنېټ اسانتياوې رامنځته شوې
author avatar
19 Jan 2012 - 14:13

ښرنه (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠): چارواکي وايي،چې په پکتيکا کې به ګڼ شمېر ځوانان د مطالعې تر څنګ د انټرنېټ اسانتياوو ته هم لاسرسى پيدا کړي.

د پکتيکا والي محب الله صميم د مرغومي په ٢٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور او د لېنکن ښوونيز مرکز ودانۍ نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه، چې شاوخوا درې سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى دى.

د ده په وينا، په کابل کې د امريکا د سفارت او د امريکا د پرمختيايي ادارې (USAID) په مالي مرسته د تېر يو کال په موده کې د دغو ودانيو چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي وويل، چې په ښرنه کې د لېنکن ښوونيز مرکز په جوړېدو سره به د پکتيکا ځوانان او زده کوونکي د مطالعې او د انټرنېټ کارولو لپاره مناسب ځاى پيدا کړي.

والي په دې خوښي وښوده، چې د پکتيکا غوندې په يو وروسته پاتې ولايت کې د ځوانانو لپاره د انټرنېټ کارونې او مطالعې لپاره يو پرمختللى مرکز جوړ شو.

د پکتيکا د اطلاعاتو او کلتور رييس بشير محمدي پژواک اژانس ته وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور رياست پخوانۍ ودانۍ د سمې استفادې وړ نه وه او کارونه يې هم له همدې امله ټکني پر مخ تلل.

د هغه په وينا، اوس يې د ودانۍ د جوړېدو ترڅنګ مېزونه، چوکۍ،کمپيوټرونه او نور اړين وسايل هم ورکړي، چې له دې سره به د دوى په کارونو کې ډېره چټکتيا رامنځ ته شي.

نوموړي وويل، چې له نورو توکو سربېره يې دکتابتون لپاره د دوو زرو ټوکو کتابونو مرسته هم کړې ده.

په يادو مراسمو کې په کابل کې د امريکا سفارت د فرهنګي چارو مرستيال ډاينل (DINAL) هم ګډون کړى و.

نوموړي وويل، چې دوى د افغانستان په ١٦ ولايتونو کې د لېنکن ښوونيز مرکزونه جوړ کړي، چې د ځوانانو په روزنه کې يې مثبت اغېز لرلى دى.

د ده په وينا، دغه ګام د پکتيکا د ځوانانو لپاره ښه لاسته راوړنه ده او په وړيا ډول به ترې ګټه اخلي.

د يادونې ده، چې له دې مخکې د پکتيکا ګڼ شمېر ځوانانو دلوړې بيې له امله انټرنېټ ته زيات لاسرسى نه درلود.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.