کابل ( پژواک ٢٩ مرغومى ٩٠ ) : د ناټو په مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو (ايساف ) دافغانستان په سوېل کې د خپل يوه سرتېري د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د يادو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا د مرغومي په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ورکړل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې دغه سرتېرى يې پرون د افغانستان په سوېل کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.
د ايساف په خبرپاڼه کې د وژل شوي سرتېري او د پېښې کره ځاى نه دى ياد شوى، خو بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف په مشرۍ ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٧ تنو ته وسېده ، چې ١٤ يې امريکايان دي.
تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني سرتېري وژل شوي وو.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن