ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان او جوزجان له بې وزلو او زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه

د اروزګان او جوزجان له بې وزلو او زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه

author avatar
20 Jan 2012 - 14:00
د اروزګان او جوزجان له بې وزلو او زيانمنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه
author avatar
20 Jan 2012 - 14:00

Normal
0

false
false
false

MicrosoftInternetExplorer4


/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin:0in;
mso-para-margin-bottom:.0001pt;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:10.0pt;
font-family:”Times New Roman”;
mso-ansi-language:#0400;
mso-fareast-language:#0400;
mso-bidi-language:#0400;}

ترينکوټ، شبرغان (پژواک٣٠مرغومی٩٠): په اروزګان او جوزجان ولايتونو کې له يوولس سوه بې وزلو او د امو سيند له اوبو زيانمنو شويو کورنيو سره د خوراکي او لومړنيو توکو مرسته وشوه.

 

د اروزګان د ښځو چارو رياست، ۱۰۰۰ هغوبېوزلو کورنيو سره، چې د تېرو جګړو پر مهال يې دکورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي دي، د لومړنيو خوراکي توکو د مرستې ترڅنګ د کاليو ګنډلو ماشينونو، لوښو او د ژمنيو جامو مرسته وکړه.

 

د اروزګان د ښځو چارو رييسې رڼا سميع وفا،د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويلچېپه خوراکي توکو کې وريجې، اوړه، غوړي، لوبيا او نخود شامل دي.

 

مېرمن وفا زياته کړه، چې ياده شوې مرسته د کډوالو نړيوال سازمان (آى او ايم)، د اروزګان د ښځو چارو رياست په واک کې ورکړې وه.

 

هغې وويل چې وړاندې هم،دې رياست يوه زياته اندازه مرسته د اروزګان پر بې وزلو ښځو وېشلې وه.

 

د دې په وينا، د اروزګان د ښځو چارو رياست  ډېرو ښځو ته د لاسي صنايعو کورسونه پرانيستي دي، ترڅو دغه مېرمنې وکولای شي چېتر زده کړې وروسته، کاروکړي او په خپله خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کړي.

 

مېرمن وفا له لوړ پوړو دولتي چارواکو وغوښتل، چې خپلې مرستې د دې رياست په واک کې ورکړي، ترڅو يې په ساړه ژمي کې پر بېوزلو کورنيو ووېشي.

 

دستارې په نوميوې مېرمنې، چی د مرستې د ترلاسه کولو په موخه راغلېوه، له مرستو خوښي وښوده او پژواک ته يې وويل، چې له بېوزلو کورنيو سره مرستې بايد دوام ومومي.

 

همداراز يوې بلې مېرمنې بي بي رقيې، چې مرستې يې ترلاسه کړې وې او د کور پر لور روانه وه، وويل چې شوې مرستې يواځې د يو څو ورځو لپاره بسنه کوي او مجبوره ده، چې تر خلاصېدو وروسته يې سوال وکړي.

  

رقيې له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د هغوى جوړو شويو لاسي صنايعو ته بازار پيدا کړي، ترڅو له بې وزلۍ او خلکو ته د لاس له اوږدولو خلاصه شي.

 

بل خوا د جوزجان ولايت په قرقين ولسوالۍ کې له سلو هغو کورنيو سره د خوراکي او کرنيزو توکو مرسته وشوه، چې په امو سيند کې د اوبو له ډېروالي زيانمنې شوې دي.

 

د جوزجان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر انجنير عزيزالرحمن ايماق پژواک ته وويل، چې په مرسته شويو توکو کې غنم، غوړي، دال نخود، وريجې، خېمې، بېلچې او کولنګ شامل دي.

 

دا مرستې په داسې حال کې وېشل کېږي، چې امو سيند په قرقين ولسوالۍ کې سل کورونه تخريب کړي او ١٠٠ نور يې د تخريب له ګواښ سره مخ کړي دي.

 

ايماق وويل چې دا مرسته د خوړو د نړيوال سازمان، سره صليب او آى او ايم دفتر له خوا شوې ده.

 

 د ده په وينا، ټاکل شوې ده، چې د خوړو نړيوال سازمان له يادو شويو کورنيو سره د غنمو، غوړيو او دال نخودو مرستې د راتلونکو درېيو نورو مياشتو لپاره وغځوي.

 

د قرقين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالرسول، چې د مرستو له ترلاسه کولو خوښ برېښېده، پژواک ته وويل، چې د سيمې خلک له ډېرې بې وزلۍ سره مخ دي.


د جوزجان والي محمدعالم ساعي پژواک ته وويل، چې د سيمې له بشري ځواک په ګټه اخيستنه يې د امو سيند د اوبو د تخريب د مخنيوي لپاره، يو مانع جوړ کړى دى.

 

 هغه وايي، چې اوسمهال په قرقين ولسوالۍ کې د امو سيند تر خوا، څلور سيمې تر کار لاندې دي؛ خو دا کارونه نه شي کولاى ستونزې هوارې کړي.

 

د جوزجان له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ادارې مشر وايي، چې په جوزجان کې مېشتو ايساف ځواکونو منلې، چې د سيند اوبو د تخريب د مخنيوي په برخه کې به مرسته وکړي. 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.