ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چورلکې راغورځېدو له امله د ايساف ٦ پوځيان ووژل شول

author avatar
20 Jan 2012 - 10:17
author avatar
20 Jan 2012 - 10:17

کابل (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٠): ايساف وايي چې د افغانستان په سوېل کې يې د چورلکې د راغورځېدو له امله ٦ پوځيان وژل شوي دي.

د ايساف له خوا پژواک خبري اژانس ته د مرغومي په ٣٠ مه، رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه چورلکه تېره ورځ غورځېدلې، چې د راغورځېدو لامل يې نه دى څرګند؛ خو په اړه يې څېړنې روانې دي.

خبرپاڼه ليکي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، ښکاري چې د الوتکې د راغورځېدو پرمهال په سيمه کې د وسله والو فعاليت نه تر سترګو کېده.

په خبرپاڼه کې د وژل شويو پوځيانو هويت او پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه شوى؛ خو بايد وويل شي چې په سوېل کې د ايساف په مشرۍ ډېرى امريکايي او بريتانوي سرتېري مېشت دي.

خو طالبانو پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې الوتکه د دوى کسانو د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې راغورځولې او په کې سپاره ټول بهرني پوځيان يې وژلي دي.

درې ورځې وړاندې هم، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې يوه الوتکه، چې بهرنيو ځواکونو ته يې اکمالات کول، راوغورځېده او له امله يې درې امريکايان ووژل شول.

د روان زېږديز کال له پيل راهيسې، د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د ناټو د وژل شويو پوځيانو شمېره ٢٣ تنو ته ورسېده، چې ١٤يې امريکايان دي.

تېر کال په هېواد کې ٥٦٦ بهرني پوځيان وژل شوي وو.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.